د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیرو دوو اونیو کې په طبیعي پیښو کې ۲۰ تنه مړه شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت د پیښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په تیرو نږدې دوو اونیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د سړې هوا، واورو او باران د اورښت او سیلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ملا جانان سایق د شنبې د ورځې ناوخته مارچ دوییم (کب ۱۲) رسنیو ته په استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې د کب د روانې میاشتې له لومړۍ څخه تر ۱۲ ورځې پورې په ۱۴ ولایتونو کې ددغو تلفاتو سربیره خلکو ته مالي زیانونه هم رسیدلي دي.

ښاغلي سایق وویل: "د کب میاشتې له لومړۍ ورځې څخه تر اوسه په هېواد کې د واورې او بارانونو له امله ۲۰ تنه شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي، ۴۵۲ کورونه نړیدلي او همداشان پنځه زره ۲۵۳ څاروي هم له‌ منځه تللي دي."

هغه وویل چې دا تلفات خوست، کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، فراه، پروان، کاپیسا، کابل، زابل، سمنګان، دایکندي، غوراو بدخشان ولایتونو کې په طبیعي پیښو اوښتي دي.

ددې دمخه د کونړ سیمه ییزو چارواکو ددغه ولایت په مرکز اسد اباد سره نږدې د یو کور د چت د پریوتو له امله د دریو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د څلورو غړو د مړینې او پنځه نورو ټپي کیدو خبر ورکړی وو.

همداشان د کندهار، خوست او هلمند ولایتي چارواکو هم ویلي چې د وروستیو ورځو په اورښتونو کې د کورونو د چتونو د پریوتو په بیلابیلو پیښو کې اته تنه مړه شوي دي.

ددې سربیره سیمه ییزو رسنیو د فاریاب، بادغیس او بلخ په ولایتونو کې د سړې هوا او واورو د اورښت له امله د زرګونو څارویو د تلف کیدو راپورونه ورکړي دي.

د بلې خوا د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي، چې د سالنګ لویه لاره د څلورمې ورځې لپاره هم د واورې د اورښت او د سختو توپانونو او د لیدو د ساحې د محدودیت له امله د هر ډول تګ را تګ پر مخ تړلې ده.

ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د یکشنبې په ورځ مارچ درییم (کب۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې له مسافرو څخه غوښتي چې د ضروري کار پرته دې په دغه لار له سفر ډډه وکړي.

هغه ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل د دې لارې د پرانیستلو لپاره هڅې ګړندې کړې او د یکشنبې د ورځې په اوږدو کې به ددغې لارې یو خط د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.

محمد اشرف حق شناس ویلي چې په سالنګونو کې د واورې د اورښت کچه د ۱۵۰ ساتنې مترو څخه درې مترو پورې رسیدلې ده. هغه ویلي چې تراوسه ددغې لویې لارې په اوږدو کې تر ۲۵ پورې د واورو د برف کوچونود پریوتو پیښې ثبت شوي دي.

همداشان د ټولګټو وزارت ویاند ویلي چې د بامیان، دایکنډي، غزني او نورستان د لارو په اوږدو کې هم بندو شویو لارو د پاکولو او خلاصولو لپاره ددغه وزارت د کارکوونکو له خوا هڅې روانې دي.

په افغانستان کې د تیرې اونۍ راهیسې د واورو او باران د اورښت لړۍ پیل شوې او د تیرې پنجشنبې د ورځې راپدیخوا په اکثرو ولایتونو کې یا واوره او یا هم باران اورښت شوی دی. افغانستان کې د ژمي په لومړیو دوو میاشتو کې د اورښت کچه ډیره ټیټه وه، خو د ژمي په وروستیو اونیو کې ددغه هیواد په ډیرو ولایتونو کې څو ځلې د واورې او یا باران اورښت شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپیژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې د تیرې میاشتې پرتله په روانه میاشت کې د اورښت کچه د ۳۵ فیصدو څخه ۴۵ فیصدو ته لوړه شوې ده. دغې ادارې په راروانو ورځو کې د وارو او باران د اورښت اټکل هم کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG