د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي د تیرې ورځې په زلزلې کې شاوخوا ۶۵۰ تنه وژل شوي


طالب چارواکي وایي د چارشنبې جون ۲۲مې (چنګاښ ۱) په زلزلې کې هغومره کسان چې تیره یې راپور ورکړل شوی و، ندي وژل شوي.

د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم نن پنجشنبه جون ۲۳ (چنګاښ۲) امریکا غږ ته وویل چې زلزلې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۵۵۰ څخه تر ۶۰۰ پورې کسان وژلي او شاوخوا ۴۰۰ یې ټپي کړیدي.

ښاغلي معصوم زیاته کړه چې زلزلې د ګیان او برمل ولسوالۍ ډیرې ځپلې او ډیری مالي او ځاني زیان هم په همدې دوو ولسوالیو کې خلکو ته رسیدلی.

هغه وویل، " یوه اندازه عاجلې مرستې زلزله ځپلو ولسوالیو ته رسیدلي او په خلکو کمپلې او خیمې ویشل شویدي".

په همدې حال کې د خوست ولایت چارواکي وایي چې ددې ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې د چارشنبې د ورځې په زلزلې کې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او په همدې شمیر کې ټپي شوي هم شامل دي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې د پکتیکا، خوست او ننګرهار په ولایتونو کې د چارشنبې زلزلې څه باندې ۱۰۰۰ تنه وژلي و او ۱۵۰۰ یې ټپي کړي و.

سره لدې چې ویل کیږي د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې زلزلې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسولي خو د دې ولایت چارواکو امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه پدې ولسوالۍ کې د مرګ ژوبلې په هکله کره معلومات نلري.

د زلزله ځپلو سره مرستې:

د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د سه شنبې د شپې د زلزلې یوه ورځ وروسته د طالبانو حکومت ویلي چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان سربیره قطر هم زلزله ځپلو سره کابل ته بشري مرستې استولي، چې د مرستو یوه برخه یې زلزله ځپلو سیمو ته هم لیږل شوې ده.

سیمې ته د بشري او طبي مرستو په لړ کې د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) ویلي چې افغانستان کې د سه شنبې د شپې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۹.۸ ټنه طبي وسایل سیمې ته استولي دي.

'ډبلیو ایچ او' د چهارشنبې د ورځې ناوخته د جون ۲۲ (چنګاښ اول) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طبي مرستو په دې جوپه کې ۳۰ بستې طبي مواد، ۵۰ بستې د جراحۍ وسایل او په روغتونونو کې د بستري ناروغانو د درملنې درمل او نور وسایل شامل دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې همدا شان په دې اعلامیه کې ویلي چې ټیمونه یې د سیمه ییزو روغتیايي کارکونکو ملاتړ کوي چې په زلزله کې د ټپیانو د ژغورنې لپاره په سیمه کې په کار بوخت دي.

'ډبلیو ایچ او' ویلي، په روغتونونو کې د ټپیانو د بیړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره د مرستو یوه بسته د پکتیکا ولایتي روغتون ته رسیدلې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم ویلي چې یوه اندازه طبي وسایل یې په زلزله کې د ټپي شوو کسانو درملنې لپاره سیمې ته استولي دي.

د مرستو وېش

د طالبانو حکومت ویلي چې د ځینو هیوادونو له خوا زلزله ځپلو سره طبي وسایلو او درملو د شوو مرستو د وېش لړۍ په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د پاکستان د حکومت له خوا د مرستې اته لارۍ چې خوراکي توکي په کې بار وو، د پکتیکا ولایت ته رسېدلي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، د ایران له خوا په دوو الوتکو کې بار خوراکي توکي او بشري مرستې د کابل هوايي ډګر ته رسیدلي چې ټاکل شوې زلزله ځپلو ولایتونو ته به واستول شي.

همداشان ذبیح الله مجاهد ویلي، د قطر له خوا بشري مرستې هم د پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو ته رسیدلي دي. د طالبانو حکومت ویلي چې پر مصیبت ځپلو کورنیو به د دغو مرستو ویشل ژر پیل شي.

په ورته وخت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان تیره ورځ ویلي چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د دغه هیواد د نړیوالو مرستو ادارې (USAID) او د حکومت نورو څانګو ته هدایت کړی چې افغانستان کې د دغه طبیعي آفت څخه زیانمنو شوو سره د مرستې لارې چارې وارزوي.

ملګروملتونو او اروپايي ټولنې ویلي، چمتو دي چې په افغانستان کې زلزله ځپلو ته مرستې برابرې کړي.

د طالبانو حکومت د نړیوالو ادارو څخه غوښتي چې د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي او د ژغورنې ډلې سیمې ته واستوي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند د مرستې رسونې له نړیوالو ادارو غوښتي چې په دې ' ستر مصیبت' کې د افغانانو په څنګ کې ودریږي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، د پکتیکا، خوست او ننګرهار په ولایتونو کې د سه شنبې د شپې په زلزله کې له زرو زیات کسان مړه شوي او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې دا لومړني معلومات دي او کیدای شي چې د تلفات شمیر نور هم زیات شي. تر اوسه په خپلواک ډول ددې زلزلې د قربانیانو دقیقه شمېره نده تائید شوی.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د پکتیکا ولایت څلور ولسوالۍ زلزلې سختي ځپلي چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د برمل او ګیان په ولسوالیو او د خوست ولایت د سپیرې په ولسوالۍ کې پیښه شوې ده.

دغو چارواکو ویلي چې په ځینو سیمو کې د ړنګو شوو کورونو له خاورو لاندې د مړو د را ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG