د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن خیریه بنسټونو ته لارښونه کړې چې د افغانستان زلزله ځپلو سره د مرستو څرنګوالی وارزوي


سپینه ماڼۍ وایي چې امریکا په افغانستان کې د زلزلې له امله په اوښتو زیانونو سخته خپه ده او له زیانمنو سره د مرستو په راټولیدو کار کوي.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د چهار شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) وویل چې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د نړیوالې پراختیا لپاره د متحدو ایالتونو ادارې "USAID" او د فدرالي حکومت نورو شریکانو ته لارښونه کړې چې ددغه ناورین له زیانمنو سره د امریکا د مرستو لارې چارې وارزوي.

د طالبانو چارواکو په وینا، د چهار شنبې د زلزلې له امله په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او ۱۵۰۰ نور ټپیان دي.

چارواکو خبرداری ورکړی سره له دې چې د ژغورنې عملیات روان دي خو ښايي د تلفاتو شمیر نور هم لوړ شي.

د سپینې ماڼۍ په بیانیه کې د ښاغلي سلوان په نقل راغلي چې امریکا افغانستان ته د بشري مرستو ستر هیواد دی او " زموږ شریکانو د بشري مرستو د مهیا کیدو په برخو کې لکه د طبي مراقبتونو او د سرپناه لپاره د موادو د مهیا کیدو لړۍ پیل کړه ده."

نوموړي زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې د اړمنو کسانو ملاتړ کوي او د هغوی تر څنګ ولاړ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یو ټویټ په کولو د افغانستان زلزله ستره تراژیدي بللې او زیاته کړې یې ده چې په هغه هیواد کې یې شته ناوړه بشري وضعیت نور هم زیات کړی دی.

هغه زیاته کړې چې امریکا له خپلو بشر دوستانه همکارانو سره کار کوي چې له زیانمنو سره د مرستې لپاره سیمې ته طبي ټیمونه واستوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه هم خپره کړې او د افغانستان د زلزله ځپلو سره یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې او هغو کسانو ته یې تسلیت وړاندې کړی چې په دې پيښه کې یې عزیزان له منځه تللي‌ دي.

د اعلامیې په پای کې راغلي چې امریکا د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده او د افغانانو بشري اړتیاوو ته به د ځواب ورکولو په هدف د نړیوالې ټولنې رهبري ته دوام ورکړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ، ویلي دي چې "زموږ ټیمونو له وړاندې د اړتیاوو ارزونه پیل کړې او لومړني خدمات وړاندې کوي."

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له سلګونو زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته وکړي ځکه دا د "یووالي" وخت دی.

د امریکا تر څنګ د افغانستان یو شمیر ګاونډیو هیوادونو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو هم له زلزله ځپلو سره د مرستو چمتوالی اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG