د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په افغانستان کې د 'تعویذ لیکلو او ګوډو په کارو بار بندیز' ولګوه


.
.

د طالبانو حکومت د 'امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت' چارواکي وايي چې په افغانستان کې یې د تعویذ لیکلو، سحر او جادو او دا ډول نورو فعالیتونو باندې یې بندیز لګولی دی.

ددغه وزارت ویاند محمد صدیق عاکف مهاجر د افغانستان ملي تلویزیون ته، چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي، د سه شنبې په ورځ اګست اتم (زمري ۱۷) ویلي دي چې په افغانستان کې یې تر ۹۵ فیصدو پورې د کوډګرو او تعویذ لیکونکو مخه نیولې ده.

عاکف مهاجر وايي چې دا ډول فعالیتونو په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ ستونزې زېږولې وې چې د هغه په خبره د ښځو او مېړونو د طلاق لامل هم شوي دي. نوموړي ونه ويل چې په ټول افغانستان کې دا ډول څومره کسان وو او له دې کبله د کورنیو ستونزې څو پېښې شوي دي.

هغه په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "یوازې د کابل په ښار کې نه مونږ په ټول هیواد کې خپلو ریاستونو ته ویلي چې د ټولو ګوډګرو او تعویذ لیکونکو مخه ونیسي، هیچا ته اجازه ورنکړي چې دغه ډول کړنې ترسره کړي او هغه ټول تعویذ لیکونکي ونیسي چې سحر کوي جادو کوي... او محکمې ته وروپيژني."

همدارنګه عاکف مهاجر وویل، چې په شریعت کې د ګوډګرو وژل ممانعت نلري.

د نورو اسلامي هیوادونو په ځانګړي ډول د جنوبي اسیا د هیوادونو د اوسیدونکو په څیر په افغانستان کې هم یو شمیر خلک د خپلو ستونزو، ناروغیو او دا ډول ځینو نورو مسائیلو لپاره تعویذ لیکونکو او کوډګرو ته مراجعه کوي. هغوی د پېسو په بدل کې تعویذ لیکي او دا ډول نور کارونه کوي. که څه هم دا ډول فعالیتونه کوم علمي اساس نلري، خو په وروسته پاتې ټولنو کې یو شمېر خلک پرې باور لري.

په دې وروستیو کلونو کې چې په افغانستان او سیمه کې د ټولنیزو رسنیو کارونکي زیات شوي ورسره د تعویذ لیکوونکو او کوډګرو له خوا په دغو رسنیو کې د تعویذ لیکلو او کوډو د ایستلو په اړه اعلان هم زیات شوي دي.

په دغو اعلانونو کې یو شمیر تعویذ لیکوونکي او کوډګر د خلکو د هڅولو لپاره په خپلو اعلانونو کې لیکي، چې د هغوی ستونزې په ضمانت حل کوي.

طالبانو نه دي ویلي چې په ټول افغانستان کې څومره تعویذ لیکونکي او ګوډګر شته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG