د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد : د افغان میرمنو د تعلیم ستونزه حل کیږي


د طالبانو حکومت امر کړی چې تر بل امر پورې نجونې او میرمنې د لوړو زده کړو مؤسسو ته نشي تلی.
د طالبانو حکومت امر کړی چې تر بل امر پورې نجونې او میرمنې د لوړو زده کړو مؤسسو ته نشي تلی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلامي همکارۍ سازمان د هغو څرګندونو په ځواب کې چې د میرمنو او نجونو د تعلیم بندول یې د "شریعت او اسلام د پغیمر د سنتو خلاف" عمل بللی و، ویلي چې دا ډله کوښښ کوي دا بندیز لیرې کړي.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان همدارنګه د طالبانو غوښتي چې په خیریه مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو بندیز دې هم لیرې کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د میرمنو او نجونو پر مخ د پوهنې د دروازو تړل کیدل موقتي بللي او وایي چې د دې ستونزې په حل کار روان دی.

مجاهد پنجشنبه جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۲) وویل چې د طالبانو حکومت د اسلامي همکارۍ د سازمان داعلامیې او غونډې هرکلی کوي خو تر څنګ یې د نړیوالې ټولنې دا هم وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس نه وهي.

دې طالب چارواکي په اعلامیې کې ویلي، " د میرمنو د تعلیم په هکله د دې سازمان ( اسلامي همکارۍ سازمان) اندیښنه د درک وړ ده. اسلامي امارت موقتي ګام اخیستی او پداسې شرایطو کار کوي چې دا ستونزه حل شي".

د طالبانو ویاند پدې هکله نور جزیات ورنکړل چې دې ډلې څه ډول ګامونه اخیستي او دا یې هم ندي ویلي چې دا ستونزه به څه وخت حل شي.

د اسلامي همکارۍ سازمان اجرائیوي کمیټې چې ۵۷ هیوادونه یې غړي دي او مرکز یې په سعودي عربستان کې دی، د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو لخوا په میرمنو د بندیزونو په هکله فوق العاده غونډه وکړه.

دې سازمان په یوې اعلامیې کې د طالبانو غوښتي چې پدې هکله دې پخپلو پریکړو د سره غور وکاندي.

د اسلامي همکارۍ سازمان د نجونو او میرمنو پر مخ د پوهنې د دروازو په تړل کیدو او په خیریه نړیوالو او کورنیو مؤسسو کې د میرمنو د کار کولو په بندیزونو مایوسې څرګنده کړې.

دې سازمان همدارنګه ویلي چې د افغانستان لپاره خپل استازی به کابل ته واستوي چې دا پیغام د طالب مشرانو سره په مستقیمه توګه شریک کړي.

د طالبانو حکومت د دسمبر په ۲۰مه په دغه هېواد کې ټولو پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځینه محصلینو زدکړې تر "امر ثاني" وځنډوي.

له دغه امر څو ورځې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزارت ټولو کورنیو او بین المللي نادولتي موسسو ته امر وکړ چې ښځینه کارکوونکي له کار څخه لیرې کړي.

د طالبانو له لوري د ښځو پر حقونو باندې دغو محدودیتونو پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

د سعودي‌عربستان،‌ قطر او ترکیې په ګډون یو شمیر اسلامي هیوادونو او د امریکا په ګډون ډېرو لویدیځو هېوادونو د طالبانو د حکومت دا پرېکړه غندلې او دهغه د بدلولو غوښتنه یې کړې ده.

څېړونکي وايي، د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار باندې د طالبانو د بندیزونو په اړه اندیښمن دی او ګني چې دا کار نړۍ ته د اسلام په اړه منفي پیغام وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG