د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له بهرنیو ښکاریانو سره مو د ۴۲ میلیون ډالرو قرارداد لاسلیک کړ 


باختر اژانس، چې د طالبانو تر حکومت لاندې کار کوي، راپور ورکړی چې له بهرنیو ښکاریانو سره د ۴۲ میلیون ډالرو قراردادونه لاسلیک شوي چې په اساس به یې ښکاریانو ته په افغانستان کې د ځينو مارغانو د ښکار اجازه ورکول کېږي.

راپور وايي د قراردادونو په اساس بهرني ښکاریان د کال په مشخصو فصلونو کې کولای شي چې په افغانستان کې «سایبریا کډوال مارغان» ښکار کړي.

تر دغه راپور مخکې د افغانستان په ځينو سیمو کې ځينې عرب ښکاریان لیدل شوي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو پرې انتقادونه کړي وو.

په راپور کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو مقام له خولې لیکل شوي دي: «افغانستان د یو توریستي هېواد په توګه هر کال ډېر ګرځندویان جلبوي چي اکثریت یې د مارغانو له ښکار سره علاقه لري چې په هرات، فراه، نیمروز او هلمند کې د «هوبره» مارغانو ښکار یې یوه برخه ده.»

راپور وايي چې بهرني ښکاریان په افغانستان کې یوازې د سایبریا د «هوبره» په نامه د کډوالو مارغانو د ښکار اجازه لري چې له ورایه ښکاري او له نورو مارغانو سره یې توپیر هم څرګند دی. وايي په کال کې دوه ځلې دا مارغان افغانستان ته کډوال کېږي.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې ښکاریان چې په هر ولایت کې ښکار کوي، باید په اړوندو ولایتونو کې د «دغو مارغانو د نسل د زیاتېدو لپاره فارمونه» هم جوړ کړي او هرکال یو شمېر روزل شوي مارغان خوشې کړي.

د باختر اژانس په خپل راپور کې دا هم ویلي دي چې په قراردادونو کې ښکاریان موظف شوي چې په افغانستان کې د روغتونونو، ښوونځیو، کلینیکونو او نورو برخو کې هم نقدي او غذايي مرستې وکړي.

د طالبانو حکومت وايي چې د دغو ۴۲ میلیون ډالري قراردادونو ۷۵ سلنه به یې د اړوندو ولایتونو په عامه چارو باندې لګول کېږي او بله برخه یې د « طالبانو حکومت خزانې» ته ځي.

XS
SM
MD
LG