د لاس رسي وړ اتصالات

د حیواناتو سره د میرمنو پرتله کول؛ طالبانو په سختو ټکو میرمنې حجاب کولو ته هڅولي


د طالبانو امر بالمعروف د کندهار ښار پر سرکونو لوحې لګولي او پرې لیکل شوي، کومې ښځې چې اسلامي حجاب نه کوي "له حیواناتو سره د مشابهت هڅه کوي".

یوه میاشت مخکې د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده فرمان صادر کړ چې ښځې باید عموما پر کور پاتې شي او په بیرون کې باید مکمل حجاب وکړي.

په همدې روانه اونۍ کې، د امر بالمعروف له خوا د کندهار ښار په لارو کوڅو کې لوحې لګول شوي چې پرې په حجاب او چادرۍ کې د ښځو عکسونه کښل شوي او لیکل شوي چې "مسلمانه ښځه د حجاب په نه مراعت کولو سره له حیواناتو سره د مشابهت هڅه کوي".

پر لوحو دا هم لیکل شوي چې لنډ، تنګ او نازک کالي اغوستل هم د طالبانو د رهبر د فرمان خلاف عمل دی.

د فرانسې خبري آژانس د راپور پر اساس، په کابل کې د امرباالمعروف او نهي عنی المنکر وزارت ویاند ته لاسرسی نه وو چې پدې اړه یې نظر واخیستل شي خو یوه لوړپوړي چارواکي ددغو لوحو لګېدل تایید کړل.

په کندهار کې د امربالمعروف رییس، عبدالرحمن طیبي وویل: "دا لوحې موږ لګولي او کومې ښځې چې مخ نه پټوي، موږ به یې کورنیو ته خبر ورکوو او د فرمان پر اساس اقدامات کوو".

د اخندزاده فرمان مسوولینو ته امر کوي، کومې ښځې چې د فرمان خلاف عمل کوي، د کورنیو نارینه غړو ته یې خبرداری ورکړي او حتی له دولتي دندو څخه یې منفک کړي.

پرون د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې مېشل بچلیټ "په سیستماتیک ډول د ښځو د ځپلو" په وجه پر طالبانو انتقاد وکړ.
مېرمن بچلټ وویل: "د دوی (افغان ميرمنو) وضعیت بحراني دی".

تیر کال اګست میاشت کې واک ته تر دوباره رسيدلو وروسته، طالبانو ژمنه کړې وه چې د ۹۰مې لسیزې د خپل نظام په پرتله به له نرمښت څخه کار اخلي. خو له هغه راهیسې یې پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي.

په لسګونو زره نجونې له متوسطه او ثانوي زده کړو بې برخې کړل شوي او ډیری ښځې حق نلري چې خپلو دندو ته ولاړې شي.

پر ښځو له نارینه محرم پرته له کوره په وتلو بندیز لګول شوی او کولای شي چې یوازې په مشخصو ورځو کې چې نارینه نه وي، عامه پارکونو ته ولاړې شي.

XS
SM
MD
LG