د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان د بهرنیو ځواکونو د ژباړونکو پسې کور په کور ګرځي


افغان ژباړونکو د نړیوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه کړې.
افغان ژباړونکو د نړیوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه کړې.

سره لدې چې طالبانو پخوا ویلي و هغو کسانو ته څه نه وایي چې په افغانستان کې د یې د بهرنیو ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی خو د ملګرو ملتونو د استخباراتو یو راپور وایي چې دا ډله د افغان ژباړونکو او د هغوي د کورنۍ د غړیو پسې کور په کور لټه کوي.

په راپور کې ویل شوي چې دې کار په خلکو کې ویره پیدا کړې او ښیي چې طالبان پخپلو ژمنو ندي ولاړ.
دا راپور چې د نړیوالې ارزونې لپاره د ناروې مرکز لیکلی او د فرانس پریس خبري اژانس هم کتلی، پکې ویل شوي چې طالبان هغه کسان هم تالاشي کوي او پوښتنې ترې کوي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته ځي.

د نړیوالې ارزوې لپاره د ناروې د مرکز اجرائیوي مشر کرسچین نیلمن ویلي،"هغوي (طالبان) د هغو کسانو کورنۍ په نښه کوي چې ځانونه طالبانو ته نه سپاري. طالبان د دې کسانو د کورنیو د غړیو نه د شریعت له مخې پوښتنې کوي او سزا ورته ورکوي. "
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ښایي هغوي چې د ناټو یا امریکایي ځواکونو او یا د هغوي د متحدینو سره یې کار کړی وي، د طالبانو لخوا د شکنجې یا وژل کیدو د خطر سره مخ شي.
د بهرنیو ځواکونو د افغان همکارانو تر څنګ د جرمني د دویچه وله خبري اژانس ویلي چې طالبانو د دې ادارې د یو خبریال د کورنۍ یو غړی وژلی دی. د جرمني دې خبري اژانس ویلي چې طالبان پدې خبریال پسې ګرځیدل.

وروسته تر هغه چي طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیوه، لس ګونه زره کسان پدې هڅه کې دي چې څنګه د افغانستان نه ووځي. متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې یوازې په تیرو ۵ ورځو کې یې څه باندې ۷ زره کسان په الوتکو کې د افغانستان نه ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG