د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو نړیوال سازمان: د رسنیو لپاره د طالبانو اصول ګونګ دي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي، طالبانو د رسنیو او بیان پر ازادۍ پراخ محدودیتونه وضعیه کړي چې په وینا یې د انتقاد مخه یې نیولي ده.

یاد سازمان نن جمعه اکتوبر لومړۍ (تلې نهمه) د رسنیو لپاره د طالبانو وروستي اصولو ګونګ بللي او زیاتوي چې د طالبانو په اړه د هر انتقادي راپور مخه نیسي.

د بشري حقونو د اسیا د برخې مسؤلې پاتریشیا ګاسمن ویلي: "د طالبانو اصولو په دومره اندازه پراخ او دي چې خبریالان خپل ځان سانسوروي او وېریږي چې زندان ته ونه لوېږي."

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تیرې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې د رسنیو لپاره ځیني اصول اعلان کړل.

په دغه اصولو کې راغلي و چې په رسنیو کې خپاره شوي مطالب باید له اسلام سره په ټکر کې نوي. ملي شخصیتونو کې پکې سپکاوی ونشي او د خبر محتوا باید تحریف شوې نوي.

د بشري حقونو د نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو لخوا یو شمېر خبریالان نیول شوي او وهل شوي هم دي، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په هرات کې ازاد فوتو ژورنالیست مرتضی صمدي له څو ورځني بند څخه ازاد شوو.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې مرتضی صمدي د وږې میاشتې پر ۱۶مه په هرات ولایت کې د مظاهرې پر مهال نیول شوی و.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په کابل کې د خبریالانو د یو مدافع ټولنې د مشر له قوله ویلي چې پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته د طالبانو لخوا ۳۲ خبریالان نیول شوي چې اکثره یې بیرته ازاد شوي دي. راپور زیاتوي چې ځینې وهل شوي دي.

طالبانو تر دا مهاله د بشري حقونو د نړیوال سازمان د تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG