د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له معترضینو سره د طالبانو چلند له تاوتریخوالي ډک و 


طالب وسله وال د معترضینو مخه نیسي
طالب وسله وال د معترضینو مخه نیسي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وايي طالبانو په افغانستان کې د مظاهره کوونکو سره له خشونت ډک چلند کړی.

ملګري ملتونه وایي طالبانو د معترضانو د غلي کولو او مخنیوي لپاره له وسلو، ډنډو او درو څخه کار اخیستی دی.

د بشري حقونو د سازمان ویاندې روینا شمداساني وویل: «موږ د طالبانو غبرګون ولید چې له بده مرغه ډېر شدید و.»

طالبانو په افغانستان او په خاص ډول په کابل کې معترضین وهلي ډبولي دي‌ او تر څنګ یې یو شمېر خبریالان هم وهلي او د لږ وخت لپاره یې بندي کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا مظاهرې «اشوب» او مظاهره کوونکي «اشوبګر» یاد کړل.

میرمن شمداساني وویل چې دوی راپورونه ترلاسه کړي‌ دي چې طالبان کور په کور په خپلو مطلوبو کسانو پسې ګرځي او همدغه راز په خبره یې خبریالان چې پر مظاهرو راپورونو کوي، ډاروي او ترهوي.

نوموړې وویل طالبانو د یو خبریال په سر له لغتې وهلو وروسته ورته ویلي دي: «تاسو نیکمرغ یاست چې سر مو پرې شوی نه دی».

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړی استازی غلام محمد اسحاقزي په افغانستان کې د طالبانو له لوري ‌د بشري حقونو نقض کول تائید کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې په یوې اعلامیې کې خلکو ته خبرداری ورکړ چې په هېڅ‌ ډول اعتراض او مظاهرې کې، چې قانوني مراحل یې بشپر شوي نه وي، ګډون ونکړي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار ډلې له طالبانو غوښتي دي چې د خبریالانو لپاره د فعالیت مصئون چاپېریال برابر کړي.‌

XS
SM
MD
LG