د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د قران سوځولو د پېښې غبرګون کې افغانستان کې د سویډن فعالیتونه ودرول


د طالبانو حکومت په سویډن کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قران ته د سپکاوي په غبرګون کې په افغانستان کې ددغه هیواد اړوند د ټولو ادارو فعالیتونه د مسلمانانو څخه د بخښنې تر وخت پورې ځنډولي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا د سه شنبې په ورځ جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۰) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبانو د حکومت اړوند ارګانونه مکلف دي چې د دې لارښونې د پلي کیدو لپاره په عاجل ډول لاس په کارشي.

یو ۳۷ کلن عراقي سلوان مومیکا د سویډن د پایتخت ستاکهولم د ترټولو لوی جومات مخې ته د لوی اختر په لومړۍ ورځ د قرانکریم یوه نسخه وسوزوله، چې په ټوله نړۍ کې یې د مسلمانانو غصه راوپاروله.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي: " تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د دریدو امر کوي."

د طالبانو حکومت له نورو مسلمانو هېوادونو څخه هم غوښتي چې د سويډن ددې عمل په وړاندې دې له دغه هېواد سره په خپل تعامل بیا غور وکړي.

تراوسه لا څرګنده نه ده، چې د طالبانو د حکومت په دې پریکړه کې د سویډن پرغیر دولتي موسسو باندې بندیز هم شامل دی او که نه. خو د نورو اروپايي هیوادونو په څیر اوس مهال په کابل کې سویډن سفارت تړلی دی.

د سویډن د کمیټې په نوم د سویډن یوه غیردولتي اداره د نږدې ۳۵ کلنو راپه دې خوا افغانانو ته د تعلیم ، روغتیا او نورو بشري چارو کې مرستې برابروي.

سویډن کمیټې په خپله انټرنیټي پاڼه لیکلي چې دا کمیته ۸۷ زرو ماشومانو ته د خپلو تعلیمي پروګرامونو له لارې د زده کړو امکانات برابروي او په کال کې نږدې دوه میلیونو خلکو ته د خپلو روغتیايي کلینکونو او روغتونونو له لارې روغتیايي خدمتونه برابروي.

همداشان دا کیمټه د معلولیت لرونکو کسانو د بیا توانمندۍ پروګرام هم پرمخ بیايي. اوس مهال دا کمیټه ۶۰۰۰ کارکوونکي، چې په سویډن کې د ۳۰۰۰ تمویلوونکو له خوا تمویلیږي.

د سویډن کمیټې په افغانستان کې په جګړو ځپلو او ډیرو ناامنو سمیو کې حتی د تیر حکومت د واک بهر سمیو کې یې هم خلکو ته روغتیايي او تعلیمي خدمتونه برابرول.

ددې وړاندې سعودي عربستان ددې پیښې د غندنې لپاره په ریاض کې د سویډن سفیر احضار کړی و.

د سعودي عربستان رسمي دولتي اژانس د جولای درېیمه (چنګاښ ۱۲) وویل چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د سویډن سفیر احضار کړی او له سویډن څخه یې وغوښتل چې "د داسې کارونو مخنیوی وکړي چې د زغم او اعتدال خپرولو او افراطیت خلاف نړیوالو هڅو سره په ټکر کې دي او د خلکو او دولتونو ترمنځ د اړیکو لپاره اړین متقابل احترام ته زیان رسوي".

همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سویډن ته یي د نوي سفیر لیږل پدې خاطر ځنډولي چې ددغه هیواد په پایتخت کې تیره اوونۍ یوې مظاهرې ته اجازه ورکړل شوه چې د قرانکریم یوه برخه هم پکې وسوځول شوه.

حسین امیر عبداللهیان د جولای دوییم (چنګاښ۱۱) په ټویټر کې لیکلي چې د تیرې پنجشبې په ورځ یې په تهران کې د سویډن شارژدافیر هم ورغوښتی و چې د قرانکریم سوځیدل وغندي او دا پیښه یې د اسلام تر ټولو سپیڅلي کتاب ته سپکاوی بللی.

اوس مهال په زرګونو افغان ګډوال د تیرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې په سویډن کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG