د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او د منځني ختیځ څو هېوادونو سویډن کې د قران د نسخې سوځول وغندل


۳۷ کلن سلوان مومیکا، چې څو کاله وړاندې له عراق څخه سویډن ته کډوال شوی و، د لوی اختر په لومړۍ ورځ د سویډن د پایتخت ستاکهولم د ترټولو لوی جومات مخې ته د قران یوه نسخه په داسې حال کې وسوځوله چې د پولیسو له خوا یې کلک امنیت نیول شوی و.
۳۷ کلن سلوان مومیکا، چې څو کاله وړاندې له عراق څخه سویډن ته کډوال شوی و، د لوی اختر په لومړۍ ورځ د سویډن د پایتخت ستاکهولم د ترټولو لوی جومات مخې ته د قران یوه نسخه په داسې حال کې وسوځوله چې د پولیسو له خوا یې کلک امنیت نیول شوی و.

د طالبانو حکومت او د منځني ختیځ څو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) په سویډن کې د یوه عراقي له خوا د قران د یوې نسخې سوځول وغندل او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې د نړۍ د مسلمانانو "احساسات پاروي".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په سویډن کې د قران د نسخې سوځول اسلام ته "بې حرمتي" ګڼلې او ددې کار عاملانو ته یې د سزا غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل: "اسلامي امارت د سویډن په حکومت ږغ کوي چې دیاد عمل عامل مجازات کړي او د بیا لپاره دغه ډول اشخاصو ته اجازه ونکړي چې د اسلام د مبارک دین او مسلمانانو په ضد داسي وحشیانه او پاروونکي کړنې ترسره کړي."

۳۷ کلن سلوان مومیکا، چې څو کاله وړاندې سویډن ته کډوال شوی و، پرون د لوی اختر په لومړۍ ورځ د سویډن د پایتخت ستاکهولم د ترټولو لوی جومات مخې ته د قران یوه نسخه په داسې حال کې وسوځوله چې د پولیسو له خوا یې کلک امنیت نیول شوی و.

د ستاکهولم پولیسو هغه ته د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې، د اعتراض د یوې بڼې په توګه ددې کار اجازه ورکړې وه. پولیسو وروسته وویل چې دوی د دې سړي لخوا د "پارونې" په اړه پلټنې پیل کړي دي.

عراق د سویډني چارواکو دا پریکړه غندلې چې یو "افراطي" ته یې د قران د سوځولو اجازه ورکړې ده.

په بغداد کې د عراق د بهرنیو چارو وزارت وویل: "دا پیښې د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپاروي او یو خطرناک پاروونکی عمل یې بولي."

ایران هم د قران د نسخې د سوځولو پېښه غندلې او هغه یې " پاروونکې، ناسمه او د نه منلو وړ" بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: "د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت او خلک دا ډول سپکاوی نه زغمي او په کلکه یې غندي."

هغه زیاته کړه: "د سویډن له حکومت څخه تمه کیږي چې په دې برخه کې د مسؤلیت او حساب ورکونې اصول په جدي توګه په پام کې ونیسي او مقدساتو ته د سپکاوي د تکرار مخه ونیسي."

سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د حج د مراسمو لپاره د شاوخوا ۱.۸ میلیونو مسلمانانو کوربه و، د قران سوځول وغندل.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وویل: "دا کرکجن او تکراري عملونه په هېڅ ډول د توجیه کولو او منلو وړ نه دي."

د سعودي حکومت زیاته کړې: "دا نوی تیري کوونکی او غیر مسؤلانه عمل د حج او د لوی اختر په دې سپیڅلي وخت کې د یو میلیارد څخه زیاتو مسلمانانو احساساتو ته سپکاوی دی."

'ازادي د یوې بهانې په توګه'

مصر، چې د عربي نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، د کوچني اختر په ورځ د قران سوځول "د مسلمانانو د احساساتو د پارولو لپاره شرموونکی عمل" بللی دی.

د مصر په پایتخت قاهره کې میشتې د عربي هېوادونو ټولنې د قران سوځول "د اسلامي عقیدې پر اساساتو برید" بللی دی.

کویټ د دې ډول "دښمنانه اعمالو" مرتکبین د عدالت منګولو ته د سپارل کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې "د اسلام یا کومې بلې سپیڅلي عقیدې سره د دښمنۍ د توجیه کولو لپاره د آزادۍ له اصولو څخه د یوې بهانې په توګه د کار اخیستل باید منع شي".

د قران سوځول د خلیج د همکارۍ شورا د شپږو غړو هېوادونو له خوا هم وغندل شول.

مراکش پدې اړه د اعتراض په ډول په سویډن کې خپل سفیر بیرته غوښتی او په رباط کې یې د سویډن شارژدافیر احضار کړی دی.

په لبنان کې ایران پلوه غورځنګ حزب الله د سویډن چارواکي په "جرم کې شریک" بللي او په سویډن یې غږ کړی چې "د بیان د ازادۍ تر شا د پټېدلو پر ځای دې دا ډول اعمالو ته د پای ټکی کېږدي."

حزب الله همدارنګه له عربي او نورو مسلمانو هیوادونو څخه وغوښتل چې "ټول اړین ګامونه" واخلي ترڅو سویډن او نور هیوادونه دې ته اړ کړي چې د ورته پیښو د تکرار او "د کرکې کلتور د خپریدو" مخه ونیسي.

د جنورۍ په میاشت کې هم یوه سویډني-ډنمارکي ښي اړخي افراطي په ستاکهولم کې د ترکیې سفارت ته څېرمه د قران یوه نسخه سوځولې وه، چې په اسلامي نړۍ کې یې سخت غبرګونونه وپارول.

XS
SM
MD
LG