د لاس رسي وړ اتصالات

په سالنګ کې د ټانکر د 'سوځېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۳۱ ته' ورسېده


د سالنګ تونل
د سالنګ تونل

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي‌ چې د سالنګ په یو تونل کې د یو ټانکر د سوځېدو په پېښه کې کې د مړو شمېر ۳۱ ته ورسېده.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امر د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹ (لېندۍ ۲۸) خبریالانو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې په پېښه کې د ټپي شویو کسانو شمېر هم ۳۷ تنو ته رسېدلی دی.

امر زیاته کړې چې دغه معلومات وروستي نه دي او په خبره یې کېدای شي د مرګ ژوبلې کچه زیاته شي.

دغه اور لګېدنه د شنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې د سالنګ په تونل کې دننه د تېلو یو ټانکر د چپه کېدو او وروسته اورلګېدنې له امله رامنځته شوې وه چې شاوخوا ۲۰ ساعته یې دوام لاره.

په همدې مهال د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت ویلي چې دغه اورلګېدنه اوس مهار شوې او د سالنګونو د پاک کارۍ عملیات پیل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند حمیدالله مصباح خبریالانو ته وویل چې د سالنګ لویه لار د ترافیکو په مخ بنده ده او د خلاصولو هڅې یې روانې دي.

هغه له مسافرینو څخه غوښتي چې تر بلې خبرتیا پوري په دغې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي. په همدې مهال په پروان ولایت کې یو شمېر سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه پيښه کې د مرګ ژوبلې کچه تر هغه زیاته ده چې طالب چارواکي يې ښيي.

په سالنګ ولسوالۍ کې یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې په دغه اورلګېدنه کې څه باندې ۶۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دغې سرچینې ادعا وکړه چې په تونل کې اوس هم اور بل دی او لوګي يې پورته کېږي او تر دا مهاله ژغورونکي ټېمونه له تونل څخه د ټولو بندو کسانو په را ایستلو نه دي بریالي شوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویدیوګانو کې هم لیدل کیږي چې اور او لوګي د ژغورونکو ټېمونو عملیات له خنډ سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت هم رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې په دغه پېښه کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې لپاره یې د پېښې ځای ته هلیکوپټرې او روغتیايي ټېمونو لېږلي دي.

د بیان له مخې ګڼ شمېر ټپیان د پروان، کابل او بغلان ولایت روغتونونو ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG