د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګ تونل کې د تېلو ټانکر اورلګېدنې مرګ ژوبله اړولې


د سالنګ تونل
د سالنګ تونل

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، په سالنګ کې د تېلو ټانکر د چپه کېدو او اورلګېدنې له امله، لږ تر لږه نهه تن وژل شوي او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند حمیدالله مصباح د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لېندۍ ۲۷) ویلي چې دغه ټانکر تېره شپه د «تخنیکي ستونزو» له امله د سالنګ تونل کې دننه چپه شوی او تر هغه وروسته یې چاودنه کړې ده.

ښاغلي مصباح زیاته کړې چې په یاده چاودنه کې نهه تنه وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي. ویل کیږي د دغه پېښي زیاتره قربانیان هغه مسافرین دي چې د ټانکر تر چاودنې سره هم مهاله په تونل کې بند پاتې و.

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویاند زیاته کړې چې اوس مهال، د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پرمخ بنده ده او په خبره یې د خلاصولو هڅې روانې دي.

پر همدې مهال په پروان ولایت کې سیمه ییز سرچینې وايي چې روغتیايي او د اطفايي ټېمونه د پيښې ځای ته رسېدلي او د اور د مهارولو هڅې پيل کړي دي.

د دوی په وینا د دغه پيښې زیات ټپيان د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي. سیمه ییزې سرچینې وايي چې د زیات شمېر ټپي شوو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او ممکن د مرګ ژوبلې کچه زیاته شي.

د سالنګونو د لویې لارې په بندېدو سره د سالنګونو دواړو لورو ته په زرګونه مسافر بند پاتې دي او اوس مهال د سړې هوا له امله له ستونزو سره مخ دي.

د سالنګ ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې طالب چارواکو اوس مهال ټول باروړونکي موټر د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې درولي دي او پر دغه لار مسافر وړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

هغه زیاته کړه ټول هغه موټر چې په سالنګونو کې بند پاتې و د طالبانو لخوا خوندي ځایونو ته ایستل شوي دي او له هغوی څخه یې غوښتي چې د لارې د بیرته خلاصېدو په اړه تر بلې خبرتیا پوري انتظار وکړي.

د سالنګونو لویه لار د افغانستان د شمال لږ تر لږ لس ولایتونه له مرکز کابل، جنوب او ختیځ سره نښلوي چې بندېدو له امله یې مسافرین له زیاتو ستونزو سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG