د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان افغان ژباړونکو ته: وطن مه پرېږدئ، درسره کار نلرو


د طالبانو ډلې هغو افغانانو ته په خطاب کې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو سره کار کړی په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان څخه ونه تښتي او خپل عادي ژوند دې وکړي.

پدغه اعلامیه کې راغلي دي چې دغه کسان "پر خپلې ماضي باندې په پښیمانۍ په راتلونکې کې داسې لار انتخاب نکړي" او همداشان ټینګار شوی دی چې طالبان "له هغو سره کار نلري" او ددې ډلې له لورې هغوی ته "ګواښ" نه متوجه کیږي.

وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن اعلان وکړ چې د روان کار د سپتمبر تر ۱۱ پورې به ټول امریکایي سرتیري له افغانستان څخه ووځي، د امریکا د کانګرس زیات شمیر وکیلانو د هغو افغانانو څخه د طالبانو د غچ اخیستنې په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې په وروستیو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستانکې د امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی او له هغه هیواد څخه یې ددغو افغانانو د ایستلو غوښتنه وکړه.

طالبانو پدغه اعلامیه کې د امریکایي ځواکونو افغانو همکارانو ته په اشارې ویلي دي که دغه ژباړونکي " د یو عادي افغان په حیث په خپل هیواد کې ژوند وکړي، هغوی ته هیڅ ډول ستونزه نه پیښیږي او باید ونه ډاریږي."

په څو تیرو اونیو کې د بهرنیو ځواکونو ژباړونکو څو ځلې په کابل او بلخ کې مظاهرې وکړې او د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د اړوند سفارتونو څخه یې وغوښتل چې د نړیوالو ځواکونو د افغان ترجمانانو د ایستلو په برخه کې جدي او فوري اقدام وکړي.

په یو تازه اقدام کې د هالند د پارلمان غړو د دوشنبې په ورځ جون اوومه (غبرګولي ۱۷) د خپل هیواد د دفاع وزارت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د هالند د پوځي ماموریت د پای ته رسیدو دمخه هغه شمیر افغانان چې له دغو ځواکونو سره همکار وو له افغانستان څخه وباسي. په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو ماموریت د روان کال د جولاۍ په څلورمه پای ته رسیږي.

د هالنډ د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې طالبان هغه افغانان چې د بهرنیو ځواکونو سره يې کار کړی خاین ګڼي او پدې خاطر دغه افغانان او کورنۍ یې له ګواښ سره مخامخ دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د تیرې اونۍ په پای کې اعلان وکړ چې د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو د ځانګړو ویزو بهیر مشخص شوی او دغه پروګرام ته زیاتې منابع ورزیاتې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، ویلي دي چې په واشنګټن کې د ځانګړو ویزو د پړاونو د بشپړولو په هدف په وروستیو میاشتو کې په پراخه توګه اضافي کارکوونکي ګمارل شوي دي.

په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په لسګونو ژباړونکي او نور همکاران یې د طالبانو له بریدونو سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG