افغان حکومت اجرائيه ريس د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو د کميټې له مشر سره په ليدنه کې تری غوښتنه کړی تر څو وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله او ددی ډلې نور مشران دی د ملگرو ملتونو د بنديزونو په ليست کې شامل کړي.
که د وسله والو طالبان يو شمير مشران د ملگرو ملتونو د بنديزونو په لست کې شامل شي پردی ډلې به يی تاثير څه وي؟
د طالبانو د واکمنۍ د وخت چارواکي سيد محمد اکبرآغا امريکا غږاشنا راډيو ته وويل:
د طالبانو مشران نه په بانکونو کې پيسې لري او نه هم خارجي سفرونه کوي د طالبانو اوسني مشران ددې حالاتو څخه استثنا دي اوبنديزونه به طالب مشرانو ته هيڅ تاوان ونه ورسوي.
اکبرآغا دا هم وويل چې دا ډول منفي نظريات به د سولي خبری او وضيعت لا پيچلې کړي.
امريکا غږ اشنا سره د اکبرآغا بشپړه مرکه دلته واورئ.