د لاس رسي وړ اتصالات

سید طیب جواد: احتمال نلري چې د طالبانو حکومت دې ژر په رسمیت وپيژندل شي


په مسکو کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر سید طیب جواد وایي دا لیرې ښکاري چې د طالبانو حکومت دې د روسیې په ګدون د نړۍ له خوا ډیر ژر په رسمیت وپيژندل.

ښاغلي جواد د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲ (لیدنۍ ۱۱) د روسیې له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې طالبانو خپلو ملګرو هیوادونو، نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته دیرې وعدې ورکړي خو هغه یې عملي کړي ندي.

ښاغلي جواد دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ او استازیتوب طالبانو ته ورنکړل شو.

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې د (ډسمبر ۱) نیټه پریکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو حکومت ته نه ورکول کیږي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند نن پنجشنبه ډسمبر ۲ (لېندۍ ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "دا پریکړه یې په اصولو او انصاف بنا نه ده ځکه چې د افغان ولس څخه یې مشروع حق اخیستی. موږ امید لرو چي نږدې راتلونکي کي په ملګرو ملتونو کې دا حق د افغانستان د حکومت استازي ته وسپارل شي تر څو په لا موثر او ښه ډول د افغانستان د ولس ستونزې حل کړی شو او نړیوالو سره مثبت تعامل ولرو."

د ملګرو ملتونو دیپلوماتانو د رویترز اژانس ته ویلي، داسې نه بریښي چې ملګري ملتونه دې طالبانو ته اجازه ورکړي چې پدې سازمان کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي ماموریت ویلي‌ دي چې ‌پخوانۍ استازولي به په دغه سازمان کې خپل کار ته دوام ورکوي.

په مسکو کې د افغانستان سفارت د کار دوام

په روسیه کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر سید طیب جواد همدارنګه زیاته کړې په مسکو کې به د افغانستان سفارت تر هغه چې روسیه او د افغانستان خلک ورته ضرورت ولري خپلو خدماتو ته دوام ورکړي.

ښاغلي جواد وویل، د طالبانو له خوا د افغانستان دومره ژر نیولو، خلک په افغانستان او بهر کې سخت متعجب کړل او هیچا دومره ژر د کابل د سقوط وړاندوینه نه کوله.

دغه افغان دیپلومات په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د مالي مشکلاتو پخلی کوي او وایي دا مشکلات ددې لامل شوي دي چې یاد سفارت خپل کارکوونکي کم کړي.

نوموړي زیاته کړه، د سفارت اکثریت کارکوونکي له معاش پرته په رضاکارانه ډول په روسیه کې میشتو افغانانو ته د قونسلکي چارو په ګډون مختلف خدمات وړاندې کوي.

سید طیب جواد زیاته کړه، په مسکو کې د افغانستان سفارت تر اوسه له طالبانو سره هیڅ رابطه ټینګه کړې نده او د هغه په وینا، یاد سفارت یوازې د افغانستان خلکو ته ځواب ویونکی دی.

XS
SM
MD
LG