د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د امریکا – ایران شخړه به د سولې بهیر زیانمن نکړي


د امریکا او د طالبانو له استازو سره خبرې د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال دسمبر په لومړیو کې د طالبانو په غوښتنه ځنډیدلي دي.
د امریکا او د طالبانو له استازو سره خبرې د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال دسمبر په لومړیو کې د طالبانو په غوښتنه ځنډیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، په دې باور دی، چې د امریکا د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ روانه شخړه به د افغانستان د لانجې د سوله ییز هواري لپاره د طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو ته زیان ونه رسوي.

سهیل شاهین د ایران له خوا په بغداد او اربیل ښارونو باندې د بالسټیک توغندیو د برید یوه ورځ وروسته د پنجشنې په ورځ ( مرغومی ۱۹ مه) د افغانستان د سولې په بهیر د امریکا د متحده ایالاتو او ایران دشخړې د اغیزو په اړه امریکا غږ ته وویل، چې دا شخړه به د سولې په بهیر کومه منفي اغیزه ونکړي.

قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند وویل: "انکشافات به د سولې په بهیر منفي اغیز ونلري ځکه، چې د سولې هوکړه لیک ( امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ) نهايي شوی او یوازې (دواړو لورو له خوا) لاسلیک کول یې پاتې دي ".

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې د امریکايي مرکچیانو سره د دغې ډلې د مرکچیانو د تیر یو کال خبرو، ١٨ کلن مخالفان د سولې هوکړې لاسلیک ته نږدې کړي دي.

سهیل شاهین د امریکا د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د روانې شخړې څخه د افغانستان د سولې د بهیرته د زیان د رسیدلو په باب اندیښنې بې ځایه بللي دي.

شهیل شاهین ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو د استازو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ د دې له امله شوی، چې امریکا او طالبانو په دې موافق وو، چې د افغانستان لانجه یوازې د سیاسي لارې هواریدلی شي.

د تیرې جمعې په ورځ ( مرغومی ۱۳ مه) د عراق پایتخت بغداد په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د ایران د انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د قومندان قاسم سلیماني د وژل کیدو وروسته د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ زیات شوی دی.

د امریکا د پوځ د دغه برید وورسته د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د تیرې چهارشنبې په ورځ د بغداد او اربیل په ښارونو کې د امریکا په پوځي اډو لږ ترلږه دولس بالسټیک ټوغندي وویشل، چې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د وینا له مخې یې په دغو دواړو اډو کې چاته د سر زیان نه دی اړولی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو اوړمه ورځ خبریالانو سره په خبرو کې ایران د افغانستان د سولې د بهیر په کمزوره کولو تورن کړی وو.

ښاغلي پمپیو ویلي وو،چې ایران د افغانستان د سولې په اړه په سیمه ییزې اجماع کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

ښاغلي پمپیو وویل، چې ایران له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې د اورپکو ننګه کوي او اوس په فعال ډول هلې ځلې کوي، چې د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کړي.

د افغان حکومت یو شمیر چارواکو هم د افغانستان د سولې په بهیر د امریکا د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د پیښ شوي کړکیچ د زیان په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG