د لاس رسي وړ اتصالات

دانش بیا د سولې پر بهیر د امریکا او ایران کړکیچ د اغیزو په اړه اندیښنه ښودلې


له دې مخکې د افغانستان حکومت له امریکا او ایران نه غوښتلي و چې د کړکېچ پراخولو مخه ونیسي.
له دې مخکې د افغانستان حکومت له امریکا او ایران نه غوښتلي و چې د کړکېچ پراخولو مخه ونیسي.

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش د افغانستان د سولې پر بهیر د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د پیښې شوې شخړې د ناسمو اغیزو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې دا شخړه د سولې بهیر ته زیان رسولی شي.

ښاغلي دانش د پنجشنبې په ماښام ( مرغومی ۱۹ مه) کابل کې د اروپايي هېوادونو یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماتانو سره په کتنه کې له ایران او د امریکا د متحده ایالتو څخه غوښتي، چې د روان کرکېچ د کمولو کې لپاره هڅې وکړي او دواړه هیوادونه دې له زغم نه کار واخلي.

ښاغلي دانش ویلي: "په سیمې کې هر ډول ناخوښ بدلون نه یوازې د افغانستان د سولې پروسه زیانمنوي، بلکې لرې او نیږدې هېوادونو ته به هم په بېلابیلو برخو کې پایلې ولري."

په دې لیدنې کې د فلند، سویډن، ناروې، هالنډ او ډنمارک هېوادونو سفیران ګډون کړی و.

د ولسمشر دویم مرستیال په خپلو څرګندونو کې د امریکا ولسمشر وروستیو خبرو ته اشاره کړې او ویلي یې دي: "د ټرمپ خبرې سنجول شوې او په سیمې کې د شخړې د کمولو لپاره وې."

سرور دانش د افغانستان دولت په مشرۍ د بین الافغاني خبرو پیل دغه هېواد کې د سولې د خبرو لپاره اصلي شرط ګڼلی.

ښاغلي دانش ویلي "د حکومت له نظره تر ټولو غوره لار دا ده چې مستقیمې بین الافغاني خبرې پیل شي، او د سیاسي کړیو، مدني ټولنو او قومونو نه ګډ پلاوي د حکومت په مشرۍ د سولې خبرې پر مخ یوسي.”

له دې مخکې د افغانستان حکومت له امریکا او ایران نه غوښتي و، چې د کړکېچ پراخولو مخه ونیسي، او د خبرو له لارې نتیجې ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د (مرغومې په ۱۷مه) پر ایران تور پورې کړی وو، چې دا هیواد په افغانستان کې د سولې پروسه کمزورې کوي.

XS
SM
MD
LG