د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ته د سکاټ میلر خبرداری


دفاع وزیر هم وايي طالبان باید د سولې غږ ته لبیک و وايي
دفاع وزیر هم وايي طالبان باید د سولې غږ ته لبیک و وايي

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر وايي، که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، له ځواب سره به مخامخ شي.

سکاټ میلر پرون سې شنبه اپرېل۲۸ (غوايي ۹) په افغانستان کې د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو له قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې طالبان باید له رامنځته شوي فرصت څخه د سولې لپاره ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړې: "که چیري طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، باید د ځواب په تمه شي، هغوی باید تاوتریخوالی کم کړي."

په تېره فبرورۍ میاشت کې افغانستان ته د سولې راوستلو په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک یوه اونۍ مخکې طالبانو خپل بریدونه درولي و چې د یاد تړون تر لاسلیک څو ورځې وروسته یې بېرته پيل کړل.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم د طالبانو بریدنو ته په اشارې ویلي چې سوله د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.

خالد هم ګواښ کړی که چیري طالبان د سولې غږ ته لبیک ونه وايي، د هغه په خبره افغان ځواکونه اوس مهال په «فعال دفاعي» حالت کې دي چې د طالبانو هر ډول بریدونو ته به ځواب ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا روانه ونۍ وویل چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون تر لاسلیک وروسته ۲۸۰۴ بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي هیوادونو همکارۍ سازمان په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.

د روژې په مناسبت پیغام کې ولسمشر غني هم یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوي وضعیت له امله اوربند وکړي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ساسي نمایندګۍ یا یوناما روانه اونۍ پخپل یو راپور کې وویل چې په تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې د جګړو له امله ۵۳۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو طالبانو بیا د اوربند ټینګېدو څخه په انکار د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په بشپړ ډول پر پلي کیدو ټینګار کړی دی.

طالبانو ویلي دي چې د دې هوکړې پلي کیدل په افغانستان کې د تل پاتې اوربند د ټینګیدو سبب کیدای شي.

XS
SM
MD
LG