د لاس رسي وړ اتصالات

فیصل: طالبانو امریکا سره تر تړون وروسته۲۸۰۴ بریدونه کړي


امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې تړون لاسلیک کړ
امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو له امریکا سره د سولې د تړون تر لاسلیک وروسته د افغان سرتیرو پر ضد ۲۰۸۴بریدونه کړي دي.

امریکا د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې له طالبانو سره افغانستان ته د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړ.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د شنبې په ورځ اپرېل۲۵(غويي۶) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۷۸۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وویل چې یوازې په تېره اونۍ د طالبانو په بریدونو کې ۳۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

فیصل زیاته کړه: "د طالبانو او امریکا د سولې له توافقنامې را وروسته په ۵۱ ورځو کې طالبانو نیږدې ۵۵ حملې هره ورځ کړي. ۷۸۹ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو ۲۸۰۴ حملې یا ترهګریز تحرکات لرلي. تیره اوونۍ پکې خونړۍ وه. په همدې موده کې ۲۷۳۷ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده."

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې په دغه موده کې ۲۷۳۷ وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې په فاریاب او غزني ولایتونو کې هم د طالبانو لخوا د هاوان لګېدو او ماین چاودنو کې ۱۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو مخکې ویلي وو چې امریکا او ایتلافیان یې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي او له تړون څخه یې سرغړونه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د روژې په مناسبت او کرونا ویروس له امله د تیرې پنجشنبې په ورځ له طالبانو څخه د اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان هم په روژه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

ناټو تېره ورځ په یوې اعلامیې کې پر وسله والو طالبان غږ وکړ چې تاوتریخوالی دې «ژر تر ژره» کم او مذاکراتو ته شرایط برابر کړي. ناټو همدغه راز ویلي دي چې ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

خو طالبانو د اوربند ټینګېدو څخه په انکار د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په بشپړ ډول پر پلي کیدو ټینګار کړی دی.

په قطر کې د دغه ډلې د سیاسي دفتر ویاد سهیل شاهین ویلي دي چې د دې هوکړې پلي کیدل په افغانستان کې د تل پاتې اوربند د ټینګیدو سبب کیدای شي.

XS
SM
MD
LG