د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو طالبانو ته: تاوتریخوالی کم او ژر تر ژره مذاکرات پیل کړئ


ناټو بین الافغاني‌ مذاکراتو ته د حکومت له لوري د پلاوي ټاکل ستایلي‌دي
ناټو بین الافغاني‌ مذاکراتو ته د حکومت له لوري د پلاوي ټاکل ستایلي‌دي

ناټو د جمعې په ورځ اپریل ۲۴ (غويي۵) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي ‌چې په افغانستان کې د "طالبانو د تاوتریخوالي‌ اوسنۍ اندازه" د منلو نه ده.

ناټو پر طالبانو غږ کړی دی چې تاوتریخوالی دې "ژر تر ژره" کم او مذاکراتو ته شرایط برابر کړي.

په اعلامیې کې ناټو د افغان حکومت له لوري بین الافغاني مذاکراتو ته د پلاوي ټاکل ستایلي‌ او له طالبانو یې غوښتي چې"له ځنډ پرته دې له دغه پلاوي سره مذاکرات پیل کړي چې د امریکا-طالبانو د تړون مهمه برخه ده."

ناټو همدغه راز ویلي دي چې ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

په اعلامیه کې همدغه راز له ټولو سیاسي مشرانو او د هغوی له پلویانو غوښتل شوي‌ دي چې خپل مخالفتونه حل کړي،‌ یو همه شمول حکومت دې جوړ او د سولې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي.

ناټو له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي‌ چې د بندیانو د پرېښودو لړۍ دې تیزه کړي او د اوربند په اړه دې د نړیوالو غوښتنه ومني. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په روژه کې د افغان حکومت له لوري د اوربند خبره رد کړه.

أفغان حکومت وايي‌ تر دې دمه یې ۵۵۰ طالب زندانیان پرېښي دي‌ او ټاکل شوې چې ۹۵۰ نور طالبان به هم پرېښودل شي.

طالبانو هم ۶۰ تنه پرېښي دي‌ چې افغان چارواکي‌ وایي یوازې ۱۹ کسان یې افغان سرتېري وو.

ناټو په خپلې اعلامیې کې یو وار بیا له افغانستان سره او افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام ټېنګار کړی دی.

دغه سازمان چې دا مهال په افغانستان کې زرګونه سرتېري لري،‌ هیله لري‌ چې له طالبانو سره خبرې نتیجه ورکړي، په افغانستان کې دایمي سوله راشي، جګړه ختمه شي، بشري حقونه خوندي شي، د قانون حاکمیت لا غښتلی شي او دا ضمانت ورکړل شي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هیواد په خلاف نه کارول کیږي.

XS
SM
MD
LG