د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د موقتې دورې لپاره د پاچا ظاهر شاه د وخت اساسي قانون نافذوي


طالب مشران
طالب مشران

د طالبانو د عدلیې وزیر وايي د موقتې دورې لپاره به د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو پرته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي،‌ نافذ کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي نن سې شنبه سټمبر ۲۸ (تلې شپږمه) په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدنه کې ویلي دوی هغه نړیوالو قوانینو او سندونو چې د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي ورته درناوی کوي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې د طالبانو د عدلیې د وزیر له قوله ویل شوي: " اسلامي امارت به د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو څخه پرته چې د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي د مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي."

نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په خبره یې د افغانستان له خاورې څخه به د دوی پر خلاف کار نه اخیستل کیږي.

طالبانو پر افغانستان د خپل لومړني حاکمیت پر مهال شرعیت نافذ کړی و.

د پخواني محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون د ۱۱ فصلونو او ۱۲۸ مادو په لرلو سره په ۱۳۴۳ لمریز کال کې نافذ شوی و.

له دغه قانون څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د انتقالي دورې پر مهال هم د نوي اساسي قانون تر تصویبېدو د لنډ مهال لپاره استفاده کېدله.

طالبانو پر کابل تر حاکمیت مخکې د دغه هیواد له اساسي قانون سره مخالفت ښودلی و او «سوچه اسلامي نظام» یې ټینګار کړو.

د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه دورې اساسي قانون په لومړۍ ماده کې راغلي و "افغانستان د مشروطه نظام لرونکی، خپلواک، واحد او د تجزیې وړ نه دی هیواد دی."

XS
SM
MD
LG