د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ښځینه ښوونکو او صحي کار کوونکو د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه


په کابل کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کار کوونکو غونډه.
په کابل کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کار کوونکو غونډه.

په ټول هیواد کې د ښځینه ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو د معاشونو د ورکولو لپاره نړیوال بانک او نورو ډونرانو څخه د مرستو د دوام لپاره د جدي اړتیا تر نامه لاندې په کابل کې د سه شنبې په ورځ د لسګونو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د استازو غونډه وکړه.

د ښځو استازو خبریالانو ته وویل چې له دریو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي.

دغو استازو وویل چې یوازې په دولتي ښوونځیو کې له ی۱۲۰زره زیاتې ښځینه ښوونکې کار کوي چې تر ۶۰ زرو پورې خپلو کورونو ته روزي ګټې.

همداشان دغو ښځینه ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو استازو د نړیوال بانک او مرسته کوونکو ادارو څخه افغانستان سره د مالي ملاتړ د برابرولو غوښتنه وکړه.

دغو ښځینه استازو همداشان ژر تر ژره د ښځینه ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه هم وکړه.

یادو ښځینه استازو وویل چې د نړبوالو مرستو پرته به دا امکان ونه لري چې د طالبانو اسلامي امارت ښځینه ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو ته معاشونه ورکړی شي.

د خبري کنفرانس ګډونوالو د امریکا او نړیوالې ټولنې و غوښتل چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني دې خوشې کړي.

د اګست په ۱۵ مه چې طالبان کابل ته ننوتې دا د ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو د خپلو غوښتنو د مطرح کولو لپاره لومړۍ ګډه غونډه ده.

XS
SM
MD
LG