د لاس رسي وړ اتصالات

'طالبانو له خپلو لیکو څخه ۱۸۹۵ کسان ایستلي دي'


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د صفوفو د تصفیې کمېسیون وايي، تر دا مهاله یې له خپلو لیکو څخه ۱۸۹۵ کسان ایستلي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په یادو کسانو کې ولایتي رئیسان هم شامل دي چې تر څېړنو وروسته د طالبانو له لیکو څخه ایستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د یادو کسانو له ډلې څخه یو شمېر نیول شوي او قضیې محاکمو ته سپارل شوي دي.

ښاغلي سمنګاني ویلي چې یو شمېر «استفاده جو» کسان د صفوفو د تصفیې کمېسیون تر رامنځته کېدو وروسته خپله د طالبانو له لیکو څخه وتلي دي.

نوموړي د تصفیې کمېسیون د مسؤلینو له قوله ویلي چې د تیرې دورې د ځینو پاتې کسانو په ګډون یو شمېر کسان افغان سوداګرو او پانګولو ته ستونزې رامنځته کوي چې په وینا باید له یادو کسانو سره جدي چلند وشي.

د طالبانو رهبر هبت الله آخندزاده د تیرې نومبر میاشتې پر څلورمه د دې ډلې له قوماندانانو څخه غوښتي و چې د خپلو لیکو نه نامطلوب کسان وباسي.

هغه د کندهار ولایت په حکیمیه مدرسه کې د وینا پر مهال د طالبانو په لیکو کې د نفوذي کسانو د شتون په هکله اندیښنه ښودلې وه.

د ملا هبت الله په یوې څرګندونې کې ویل شوي، "هر مشر (د طالبانو قوماندان) مکلف دی چې هغه نامطلوب کسان چې د اصلاح کولو امید یې نه کیږي، د خپل صف نه وباسي. "

د طالبانو مشر همدرانګه خبرداری ورکړی چې "د دوي (نامطلوبو کسانو) هر ډول ظلم او ناوړه کارونو مسؤلیت به په دنیا او آخرت کې د مشرانو په غاړه وي".

د دې تر څنګ د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هم تر دې مخکې په یو غږیز پیغام کې له طالب وسله والو غوښتي و چې "ناوړه، مفسد او ناتوانه افراد خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو په خاطر او یا د طالبانو د نوم بدولو لپاره د دې ډلې سره یو ځای شوي دي".

ملا یعقوب همدرانګه ویلي و چې د طالبانو یو شمیر قوماندانان د خپلو تشکیلاتو د پراخه کولو لپاره د "نا اهله افرادو، اربکیانو او پخوانیو جنایتکارانو سره ملګري شوي او هغوي یې پخپلو لیکو کې جلب کړیدي".

د طالبانو د دفاع وزارت دې سرپرست وزیر ویلي و چې دې کسانو جلب کیدو ته اړتیا نشته او امر یې کړی و چې دا کسان باید هر څومر ژر چې امکان ولري باید د لیکو نه وایستل شي.

ملا یعقوب همدارنګه خبرداری ورکړی و چې که ددې خبرداري د خپریدو نه وروسته بیا هم د کوم طالب قوماندان په تشکیلاتو کې داسې افراد وموندل شول، قوماندان د بې وسلې کیدو، نیول کیدو او یا هم د طالبانو د لیکو نه د ایستل کیدو د خطر سره مخ کیدی شي.

XS
SM
MD
LG