د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د نورې اسلامي نړۍ په پرتله له ښځو سره توپیري چلند کوي - فعالین


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ښځو د حقونو فعالین وايي، په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو چلند له نورې اسلامي نړۍ سره په ټکر کې دی خو طالبان وايي، د شریعت په چوکاټ کې یې د مېرمنو حقونه خوندي کړیدي.

دغه فعالین وايي په افغانستان کې نجونې او ښځې به داسې حال کې له تعلیم او کار څخه محرومې شوي چې په زیاتره اسلامي هېوادونو کې ښځې د ژوند په ټولو برخو کې بارز رول لري.

د مېرمنو د حقونو ملاتړې، درانۍ وزیري وايي، د طالبانو لخوا پر افغانو ښځو محدودیتونه هغه غميزه ده چې جبران به یې د افغانستان دپاره ستونزمن وي. هغه وايي، افغانستان د نړۍ یوازنی هېواد دی چې پکې نجونې او ښځې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو منع شوي او پر یوازې سفر کولو یې محدودیت لګول شوی دی.

د مېرمنو د حقونو فعاله، ګلالۍ اسماعیل وايي: "په تيرو شلو کلونو کې چې افغانو ښځو کومې ګټې ترلاسه کړې وې، د مثال په توګه د تعليم، صحت، سیاست او روزګار په حوالې سره، هغه هر څه یې له لاسه ورکړل. نړۍ له پکار ده چې طالبان د یو ترهګر په توګه وویني، نه د حکمرانانو په توګه."

د اوسني افغانستان د ښځو مقایسه د پرمختللې نړۍ د مېرمنو سره ګرانه ده خو د ښځو د حقونو افغان فعالانې د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان ته ګوته نیسي چیرې چې په پښتونخوا ایالت کې یوه ښځه د ایالتي سترې محکمې مشره ګومارل شوې او نجونې د هلکانو سره يو ځای په زده کړو کې برخه اخلي.

د میدان وردګو پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي: "په پاکستان کې بينظير بهټو، مریم نواز او حنا ربانې کهر ته په سیاست کې د فعالیت اجازه ورکوي خو طالبان چې هلته یې زده کړې کړي، د افغانو مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کوي... دوی هیڅکله د تاريخ له قضاوت نه ځانونه نه شي ژغورلای."

طالبانو ته بل نږدې هېواد قطر کې د حکومتي شمېرو له مخې، د نارینه وو په پرتله زیاتې ښځې پوهنتونونو ته ځي. فعالین همدارنګه سعودي عربستان یادوي چیرې چې د ښځو لپاره شپږ لوی پوهنتونه فعال دي او د دغه هېواد په پایتخت ریاض کې نوی جوړ شوی نوره بنت عبدالرحمان پوهنتون په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو لوی پوهنتون ګڼل کیږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو باندې ددې ډلې د محدودیتونو خلاف په کابل او ځینو نورو ښارونو کې احتجاجونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG