د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان بايد د ښځو په وړاندې بنديزونه سم دستي ختم کړي


معترضې افغانې مېرمنې
معترضې افغانې مېرمنې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ ( يوناما) د مارچ اتمې د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو پر حقونو لګول شوي بنديزونه ژر تر ژره ختم کړي.

يوناما د چهارشنبې په ورځ مارچ اتمه (کب ١٧) د مارچ اتمې په مناسبت اعلاميه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقوقو د بنديزونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دې چې د حاکمو چارواکو یواځینی تمرکز د ښځو د حقونو او فعاليتونو په محدودولو باندې دى٠

د ٢٠٢١ ميلادي کال د اګست پر پنځلسه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بيا حاکميت وروسته د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر امرثاني پوري بند شوي دي.

د دې تر څنګ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت لخوا په پوهنتونو کې هم د نجونو او ښځو زده کړې تر امر ثاني پورې وځنډول شوې.

يوناما په نننۍ اعلاميه کې دغه بندیزونه د بشري حقونو له مکلفیتونو سره په تکړ کې بللي او زياته کړې ده چې ياد بندیزونه له لسیزو جګړو څخه د افغانستان د بیرته راګرځیدو مخه نیسي.

په ياده اعلاميه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ د مشرې سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له قوله ويل شوي: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو ځپونکی هېواد دی او دغه حالت ډیر زورونکی دی چې په قصدی او سیستماتیک ډول دهغو هڅو شاهدان یو چې ښځې او نجونې له ټولنې څخه جلا کوي."

يوناما په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په غير دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بنديز او نورو ټولنيزو فعاليتونو د محدوديتونو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ د مشرې سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ويلي چې د هیواد نیمایي نفوس خپلو کورونو کې بندول په ملي کچه ځان ته خورا لوی زیان رسول دي: "دا به نه یوازې ښځې او نجونې، بلکې ټول افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره بې وزلۍ او مرستو ته اړمن پاتې کړي او افغانستان به تر دې هم له خپلو وګړو او له نورې نړۍ څخه جلا کړي. "

نوموړې زياته کړې چې له زدکړو څخه د نجونو او ښځو منعه کول بې شمیره فزیکي، رواني، ټولنیز عواقب لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره ځانګړې استازې، میرمن الیسون ډیویډیان هم په افغانستان کې د ښځو پر سفر د محدوديتونو په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې چې ښځې په تولو برخو کې له عامه پریکړو څخه محرومې شوي دي.

نوموړې زياته کړې: "د هغو زیانونو پایلې چې طالبان یې خپلو وګړو ته اړوي یواځې ښځې او نجونې نه زیانمنوي. دا ټولو افغانانو ته زیان رسوي او راتلونکي نسلونه به یې محسوسوي. د یو ټول شموله، سوله ییز او د هیلو څخه ډک افغانستان لپاره باید د ښځو او نجونو حقونه ژر تر ژر بیرته ورکړل شي."

يوناما په افغانستان کې د حاکمو چارواکو لخوا د ښځو د حقوقو فعلانو د ځپلو په اړه هم اندېښنه ښودلې او زياته کړې ده چې هغوى ، وهل شوي او نیول شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دا مهاله د ښځو په وړاندې د بنديزونو ليري کولو په اړه د ملګرو ملتونو د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ويلي چې د اسلامي شريعت او افغاني کلتور له مخې د ښځو حقوقو ته ژمن دي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزير د ښځو تعليم ځنډېدو په اړه غبرګونونو ته په ځواب کې وويل چې د ښځو تعليم په مطلق ډول نه دى بند شوى بلکې تر امرثاني پوري ځنډول شوى دى٠

نوموړي زیاته کړه: "یوه خاصه خبره چې ټوله میډیا ورته متوجې ده او پر دې یې تمرکز دی، هغه د اناثو د تحصیل مسله ده پدې مسله کې خو په ابتدا کې چې کوم جریانات وویل شول مطلق هلته د بندېدو خبر نه ده شوې د امر ثاني خبره شوې ده. خو دا چې د افغانستان شرایطو او وضعیت ته خلک نه ګوري بس خپل خواهش او فرمایش ته متوجه دي چې دا نو ولې بند شو، ولې بند شو، بېځایه د خلکو افکار خرابوي ذهنونه خرابوي دا بې انصافي نه ده پکار."

نوموړي د دې سره سره ټینګار وکړ هغه غوښتنې چې په خبره یې د افغانستان کلتور او دین یې نه ایجابوي په خبره د دوی لخوا نه منل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د تیر یو کال راپدېخوا تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي تر امرثاني پوري ځنډول شوي چې تر دا مهاله لا نه دي پرانیستل شوي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په ټولو پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو زده کړې هم تر امرثاني پورې وځنډولې.

طالب چارواکو د نجونو د زده کړو ځنډېدو لامل د هغوی لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول او یوې طرحې چمتو کول بللي دي، خو تر اوسه پوري دواړه نه دي روښانه شوي.

د طالبانو لخوا د نجونو د زده کړو ځنډېدو مسلې په افغانستان او بهر کې پراخ غبرګونونه وپارول او له هغوی څخه وغوښتل چې په دې اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي او ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG