د لاس رسي وړ اتصالات

حقاني: نجونې زده کړه کولای شي خو صنفونه دې یې جلا وي


په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون ټولګی
په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون ټولګی

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني د یکشنې په ورځ د دغه وزارت د تعلیمي پروګرامونو په باب خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو پر مهال وویل، چې د نجونو او هلکانو لپاره د جلا جلا زده کړو د چاپریال د برابرولو وروسته به په دولتي پوهنتونونو کې زده کړې پیل شي.

شیخ عبدالباقي حقاني تمه وښوده، چې دولتي پوهنتونونه به د یوې اونۍ په موده کې پرانیستل شي.


د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل " دولتي پوهنتونونو سره مجالس روان دي، هغه مشکلات چې مونږ یې په وړاندې لرو مثلاً د بودیجې برابرول یا نور مسایل ، چې کله دغه چمتوالی پوره شي نوبیا د پوهنتونونو د پیل نیټه اعلانیږي او هغه به هم له اونۍ څخه په کمه موده کې اعلان شي".


شیخ عبدالباقي حقاني وویل، چې د نجونو او هلکانو د ګډ تعلیم د جلاوالي په باب وړاندیز د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو له خوا د تیر حکومت پر مهال شوی وو. هغه وویل، چې اوس هم دا وړاندیز د خصوصي پوهنتونونو له خوا شوی، چې د لوړو زده کړو وزارت هم منلی دی.


د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل، چې د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې او د دولتي پوهنتونونو د علمي شورا د استازو سره د نجونو او هلکانو لپاره د جلا جلا زده کړو په مسله څو ځلې خبرې شوي، چې د دغو خبرو وروسته خصوصي پوهنتونونو د لوړو زده کړو وزارت ته درې وړاندیزه استولي دي، چې د لوړو زده کړو وزارت هم ورسره منلي دي.


په دغو وړاندیزونو کې د امکان په صورت کې د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو د جلا جلا ودانیو برابرول، په دوه جلا وختونو کې د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو برابرول او په ټولګیو کې د ښځینه محصلینو د شمېر د کمي په صورت کې دننه په ټولګي کې د نجونو او هلکانو ترمنځ د جلاوالي یا پارټیشن رامنځته کول، شامل دي.


د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د نجونو او هلکانو ترمنځ د زده کړو ګډ بهیر د اسلام له اصولو او هم د افغانانو له عنعناتو سره په ټکر کې وګاڼه او ویې ویل، چې یاد وزارت د نجونو او هلکانو د زده کړو د جلاوالي لپاره په کار بوخت دی.


هغه وویل خصوصي پوهنتونونو له وړاندې د نجونو او هلکانو ترمنځ د جلا زده کړو کړنلاره عملي کړې ده. له اوږده ځنډ وروسته تیره اونۍ خصوصي پوهنتونونه پرانیستل شول، خو دولتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو نورې موسسې لا هم تړلي دي.

XS
SM
MD
LG