د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاپي پروژه رسماً پرانیستل شوه


دا د ګازو نل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته غځول کیږي
دا د ګازو نل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته غځول کیږي

د افغانستان د کانو او پټرولیم وزارت وایي د ترکمنستان د پایتخت عشق اباد سره نږدې په دې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د ترکمنستان جمهوررئیس قریان قلي بردي محمدف، د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني ، د پاکستان صدراعظم میا نوازشریف او د هندوستان د جمهوررئیس مرستیال حامد انصاري برخه لرله.

د رویټرز د خبري اژانس د یو رپوټ له مخې د ترکمنستان جمهوررئیس په دې مراسمو کې چې په ښار کې جوړ شوي وو، وویل چې دا پروژه به د ۲۰۱۹ کال د دسامبر ترمیاشتې بشپړه شي.

د افغانستان جمهوررئیس د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې نن یې د ترکمنستان د مري په ښار کې د ټاپي د نل لیکې د پرانیستلو په غونډه کې برخه اخیتسی ده.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم د وزارت چارواکي وایي چې افغانستان د ټاپي د پروژې په ټاپي کنسرسیوم لمټیډ کې د دې پروژې د ترانزیټ رول لري

د دې پروژې مجموعي لګښت اوه عشاریه شپږ میلیاردو ډالره اټکل شوی دی.

د دغه وزارت ویاند محي الدین نوري امریکا غږ ته وویل چې په دغه کنسرسیوم کې د ترکمنستان دولتي شرکت د ترکمن ګاز شرکت ۸۵ فیصده او افغانستان، پاکستان او هندوستان به پنځه، پنځه فصده ونډه ولري.

ښاغلي نوري وویل " د دې پروژې د پلي کولو د هیوادونو د موافقې له مخې د ټاپي لمیټیډ کنسرسیوم کې د افغانستان ونډه ترانزیټي ده او افغانستان به هرکال ۵۰۰ میلونه ډالره یوازې د ګاز د ترانزیټ څخه ترلاسه کړي ".

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې افغانستان به ددې پروژې په لومړیو لس کلونو کې ۵۰۰ میلون مترمعکب ګاز په بیا په نورولس کلونو کې یو میلون مترمعکب ګاز اوپه دریمه لسیزه کې یو نیم میلون متر معکب ګاز له ترکمنستان واخلي.

ټاکل شوې چې دا پایپ لاین به چې ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري د ترکمنستان څخه د هرات، فراه او بیا کندهار او هلمند له لارې کوټې او بیا ملتان ته ورسیږي او له هغه ځایه به هند ته لاره ومومي.

افغان چارواکي وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې به چې دا پایپ لاین ترې تیریږي اوه زره امنیتي سرتیري د دې پایپ لاین د امنیت لپاره وګومارل شي.

تمه کیږي چې د ۲۰۲۰ م کال په سر کې به د ټاپي پروژه په بشپړه توګه فعالیت پیل کړي.

XS
SM
MD
LG