د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او دیموکراتانو ترمنځ جنجال مخ په زیاتیدو دی


په امریکا کې د سپینې ماڼۍ او دیموکرتانو ترمنځ د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د مالیاتو پر اسنادو او د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په تړاو ، د مفتشینو د راپور په اړه جنجال مخ په زیاتیدو دی.

دیموکراتان له ډېرې مودې راپدې خوا د ټرمپ د ورکړل شویو مالیاتو د اسنادو مطالبه کوي څو معلومه کړی چې آیا دی له بهرنیو کمپنیو سره په معاملاتو کې د ګټو تضاد لري، په مالیاتو کې یې درغلې کړې او یا یې د ۲۰۱۷ کال د مالیاتو په قانون کې له تعدیل او ترمیم څخه ګټه پورته کړې که نه.

خو جمهور رئیس ټرمپ دا غوښتنه رد کړې او ویلي چې په محکمه کې به حساب کتاب ورکړي. ښاغلي ټرمپ وویل:" دوی غواړي زما په ټولو معاملاتو پوه شي. فکر کوم اوس مولر د ۳۵ میلیونو په ارزښت زما مالیات او مالي حسابونه کتلي ټول سم دي."

د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس دیموکراتو غړیو همدارنګه د چهارشنبې په ورځ هڅه وکړه چې لوی څارنوال ویلیم بار مجلس ته د سپکاوي په تور تورن کړي.

هغوی وویل بار د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د مداخلو په اړه وکیلانو ته د خاص سرمفتش رابرټ مولر د بشپړ رپوټ له ورکولو ډډه کړې ده.

د کانګرس احضاریه مجالسو ته د ولسمشر ټرمپ نه پاملرنه د هغه د مواخذې لپاره غوښتنې زیاتې کړې دي.

د سه شنبې په ورځ د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي ولسمشر د دیموکراتو وکیلانو په لمسولو تورن کړ څو هغه مواخده کړي او لدې طریقه ولسمشر پخپلو پلویانو کې خپل ملاتړ زیات کړي.

XS
SM
MD
LG