د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ پخوانی مدافع وکیل زنداني شو


د جمهور رئیس ډاڼلډ ټرمپ پخوانی مدافع وکیل مایکل کوهن د دوشنبې په سهار د نیویارک ښار شمال لودیځ خوا ته په ۱۲۰ کیلومتري کې د اوتسویل زندان ته ولیږدول شو.

هغه زندان ته له تګ مخکې خبریالانو ته وویل:"هیله من یم کله چې زه له خپلې کورنۍ او ملګرو سره بیا یوځای کیږم په دې هیواد کې به تعصب ، بې عدالتي او درواغ نه وي."

کوهن په واضح ډول خپل پخواني رئیس ډانلډ ټرمپ ته اشاره کوله. هغه د جمهور رئیس شخصي مدافع وکیل او تر یو کال مخکې د ټرمپ د سازمان مرستیال وو.

مایکل کوهن د مالي سرغړونو او د ټرمپ د کمپاین او روسیې ترمنځ د احتمالي اړیکو په اړه د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون د مشر روبرت مولر او نورو فدرال څیړونکو له خوا تورن او بیا کانګرس ته د درواغو په ګډون په نهو مواردو مجرم وپيژندل شو.

کوهن دا هم ومنله چې ده د هغو دوو میرمنو د چپ پاتې کیدو لپاره چې ادعا یې کوله له ټرمپ سره نامشروع اړیکي لري، ۲۸۰ زره ډالر ورکړي دي.

کوهن په فبروري میاشت کې د کانګرس په یوې استعماعیه غونډه کې خپلې تیروتنې ومنلې او د ټرمپ شاوخوا کې نورو کسانو ته یې خبرداری ورکړ.

جمهور رئیس ټرمپ او یو شمیر نورو جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو کوهن درواغجن وباله.

د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه په څیړنو کې د ټرمپ پنځه همکاران په بیلابیلو سرغړونو تورن شوي او ټاکل شوېده یو بل همکار یې د همدې کال په پای کې محاکمه شي.

مایکل کوهن
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

XS
SM
MD
LG