د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې یو وسله وال پنځه تنه ووژل


لا د پېښې دقیق علت معلوم نه دی
لا د پېښې دقیق علت معلوم نه دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د تکزاس په ایالت کې یو ۳۰ کلن وسله وال پر خلکو ډزې کړي دي، پنځه تنه یې وژلي او ۲۱ نور یې ژوبل کړي دي.

پېښه د شنبې په ماښام (سپتمبر۱) ناوخته د مدلند او اودیسا د ښارونو ترمنځ په لویدیځ تکزاس کې شوې ده.

چارواکي وایي بریدګر د پوسته رسونې یو موټر برمته کړی و او پر پولیسو او نورو خلکو یې ډزې وکړې.

پولیس چارواکي وایي بریدګر د پولیسو په متقابلو ډزو کې ووژل شو. بریدگر سپین پوستی امریکایی ښودل شوی خو نور یې په اړه معلومات ورکړل شوي نه دي.

د پېښې په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې ښايي په دغې پېښې کې دوه وسله وال دخیل وي، خو د پولیسو مشر مایکل ګېرګي وویل چې بریدګر یو کس و.

د پېښې په ځای کې په اخیستل شویو ویدیوګانو کې ښودل کیږي چې بریدګر د پوسته رسونې موټر له یو بل موټر سرو جنګوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دغې پېښې شاوخوا څلور اونۍ مخکې د تکزاس د الپاسو په ښار کې په یو بل وسله وال برید کې ۲۲ تنه ووژل شول.

په امریکا کې بالغ او عاقل خلک اجازه لري چې وسله واخلي او د ځان د دفاع لپاره یې وګرځوي.

XS
SM
MD
LG