د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا په کرکټ کې دوه نړیوال ریکارډونه جوړ کړل


د اسټرالیا د کرکټ لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړی و چې زمبابوې یوازې ۱۲۹ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

د اسټرالیا د بري تر څنګ اسټرالیا په دغې لوبې کې دوه نړیوال ریکارډونه جوړ کړل.

یو دا چې د ۲۰ اورونو په نړیوالو لوبو کې اسټرالیا لومړنۍ لوبډله شوه چې د سر دوه لوبغاړي یې په شریکه تر دې دمه تر ټولو ډیرې منډې کوي.

د اسټرالیا د لوبډلې کپتان ایرن فینچ او ډارسي شارټ په ګډه ۲۲۳ منډې وکړلې چې د ۲۰ اورونو په نړیوالو لوبو کې تر اوسه د هیڅ لوبډلې لوبغاړو دومره منډې نه وې کړې.

د دوی نه وړاندې د نیوزلینډ لوبغاړو مارټن ګپټل او کین ویلیمیز تر ټولو زیاتې منډې کړې وې. هغوي د پاکستان سره په یوې لوبې کې په شریکه ۱۷۱ منډې کړې وې چې په خپل وخت کې نړیوال ریکارډ و خو نن (سه شنبه جولاۍ۳) مات شو.

د اسټرالیا لپاره بل نړیوال ریکارډ دا و چې د لوبډلې کپتان ایرن فینچ په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو چې د ۲۰اورونو په نړیوالو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې کوي.

فینچ د زمبابوې سره په ننۍ لوبې کې په ۷۶ توپونو ۱۷۲ منډې وکړلې. تر دې وړاندې هم د ټولو نه زیاتې منډې د اسټرالیا همدې لوبغاړي کړې وې. هغه د انګلستان د لوبډلې سره په یوې لوبې کې ۱۵۶ منډې کړې وې.

د اسټرالیا لوبډله اوس په زمبابوې کې ده. هلته د پاکستان، زمبابوې او اسټرالیا د لوبډلو تر منځ د شلو اورنو د نړیوالو لوبو لړۍ یا سیریز روان دی. اسټرالیا د دوشنبې په ورځ پاکستان ته هم لویه ماتې ورکړه.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG