د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د جوړیدو ملاتړ کوو


د ۲۰۲۱ د جنورۍ په ۳۱ د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د طالبانو له پلاوي سره د خبرو په وخت
د ۲۰۲۱ د جنورۍ په ۳۱ د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د طالبانو له پلاوي سره د خبرو په وخت

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو او په سوله ییزه توګه د واک د لیږد څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده، وویل تهران د پخوا په څیر "د افغانستان سره همکارۍ ته تیار دی".

ښاغلي خطیب‌زاده په افغانستان کې د ټولو ډلو او سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل چې "د زور زیاتي نه" ډډه وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې مشر احمد مسعود، د طالبانو سره د مذاکرې په هیله په پنجشیر کې د رویترز اژانس ته ویلي چې که د طالبانو ډله د پنجشیر د نیولو اقدام وکړي، هغوی به هم وجنګیږي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه چې: "مونږ غواړو چې طالبان درک کړي چې د پرمختګ یواځنۍ لار مذاکره ده. مونږ جګړه نه غواړو."

د طالبانو ډلې هم ویلي دي چې د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره په افغانستان کې د نورو سیاسي مشرانو سره خبرې روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداشان ویلي دي چې تهران په افغانستان کې د ټولو سیاسي اړخونو سره په تماس کی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې کله چې طالبان په افغانستان کې واکمن وو د ایران سره یې تودې اړیکې نه درلودې او تهران هغوی په رسمیت نه وو پیژندلي.

له بلې خوا ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د د پنجشنبې په ورځ تهران ته لاړ شي او د افغانستان د وضعیت په هکله د ایراني مقاماتو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG