پخوانی افغان مهاجر وحید ارین اوس په بریټانیا کې ډاکتر دی، د ټکنالوژئ او انترنت له لارې په جګړه ځپلو او بې وزله هیوادونو کې د خلکو ژوند ژغوري. دا ډاکتر وحید آرین نومیږي، چې د ټیلې هیل پروګرام له لارې د درملنې بهیر پیل کړی دی.
دوه لسیزې مخکې کله چې وحید آرین بریټانیا ته په ۱۵ کلنئ کې د مهاجر په توګه راغی، هغه ته ویل شوې وو چې کیدای شي ټکسي چلونکی شي او یا په کوم رستورانت کې به کار کوي، خو دغه پخواني مهاجر ډېر لوی هدف درلود.
آرین اوس په لیورپول کې د ایټنري پوهنتون په روغتون کې کار کوي.
ډاکتر آرین چې خپله خیریه ټولنه یې هم جوړه کړې ده، د ویدیو کنفرانس له لارې په افغانستان کې د ناروغانو درملنه کوي.
له ده سره ډاکتران د سکایپ او فیسټایم له لارې په جګړه ځپلو سیمو کې د ناروغانو درملنه کوي او هغوی ته روغتیايي مشورې ورکوي.
همدا شان د کابل د وزیر اکبر په روغتون کې ډاکتران وايي چې د ټیلې هیل پروګرام دواړو خواوو ناروغ او ډکترانو ته ګټور دی.
ډاکتر وحید آرین وايي چې د ویدیو کنفرانس له لارې درملنه اوس د افغانستان په ۱۴ روغتیايي مرکزونو کې کارول کیږي.
دا درملنه د سوریې په الیپو ښار کې هم کارول کیږي، او په پام کې ده چې د افریقا یو شمیر ځایونو ته هم وغځول شي ترڅو د ډکترانو او ناروغانو ترمنځ واټن راکم کړي. آن دا درملنه به هغو سیمې چې پکې انزوال ده او تګ ورته سخت دی هم وغځول شي.