د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان کې د واورې ښوویدو له امله ۱۰ کسان مړه شوي


په تاجیکستان کې چارواکو د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) وویل چې په یاد هیواد کې د واورې د ښوویدو له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي.

تاجیکستان د پخواني شوروي اتحاد یو غریب هیواد دی چې تل د ځمکې د ښوویدو او زلزلو په شان طبیعي پيښو څخه زیان ویني.

بیړنیو حالاتو ته د یاد هیواد د رسیدګۍ ادارې چارواکي وایي چې د بدخشان د ګورنو په سیمه کې د واورې د ښوویدو له امله نهه کسان مړه شوي دي.

ګورنو چې د بدخشان د تاجیکستان نیمه خپلواکه سیمه ده او له افغانستان سره په ګډه پوله پرته ده، د پامیر په لوړو غرونو کلابنده شوې ده.

چارواکو ویلي دي چې یو بل کس د تاجیکستان پلازمینې دوشنبې ته نږدې د برف کوچ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

له دې مخکې چارواکو ویلي وو چې د واورې ښویدو اته کسان د ګورنو بدخشان سیمې د خاروغ ښار په مرکز او دوه نور کسان دوشنبې ته نږدې په یوې لویه لار کې وژل شوي‌ دي.

بیړنیو حالاتو ته د تاجیکستان د رسیدګۍ اداره وایي چې برف کوچونو په خاروغ ښار کې څو ودانۍ هم ویجاړې کړي دي.

د تاجیکستان په ۹۳ سلنه خاوره کې غرونه دي او دا کار ددې لامل شوی چې د ځمکې او واورو ښوویدل هر کال په لس ګونه کسان ووژني.

ددې خبر په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس او ار اف اې ار آل له موادو کار اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG