د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو ادارې ګوتیرش ته: دوحې غونډه کې دې د ښځو بشپړ ګډون ته زمینه برابره شي


عکس ارشیف: معترضې ښځې
عکس ارشیف: معترضې ښځې

په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د غونډې دمخه د بشري او ښځو د حقونو لسو نړیوالو سازمانونو په یو پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه غوښتي چې په دغه غونډه کې دې د افغان میرمنو د حقونو د فعالانو په ګډون د ټولو قومونو او ټولنه کې څنډې ته شویو ګروپونو استازو ته د ګډون زمینه برابره کړي.

دغه پرانیستی لیک چې د چهارشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ اووم (سلواغې ۱۸) خپور شوی په کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره پر هغوی ۸۰ محدودیونه لګولي دي.

په دې لیک کې ویل شوي چې په دغو محدودیتونو کې د زده کړو څخه نیولې د ښځو کار، حرکت، لباس او په عام ژوند کې د ګډون اړوند محدودیتونه شامل دي.

په دې لیک کې ویل شوي: "ستاسو په ګډون نړیوال کارپوهانو د ښځو دا پرخه او سیستماتیک ځپل د جنسیت پر بنسټ تبعیض ګڼلی دی. ددې سربیره افغان میرمنو په دوامداره ډول دا اندیښنې څرګندې کړي چې په نړیوالو بحثونو کې د هغوی حقونو او معنی داره ګډون څخه څنډې ته شوي دي".

د ملګرو ملتونو عمومي مشني انتونیو ګوتیرش ته دغه ګډ پرانیستی لیک د بخښنې نړیوال سازمان (AI)، د نړیوال عدالت مرکز (GJC)، د سولې جوړونکي د ښځو نړیوالې شبکې (GNWP)، بشري حقونو نړیوال سازمان(HRW)، مادري (MADRE)، اوټ ریچ انټرنیشنل (OI) ریفوجي انټرنیشنل (RI)، د فعالو ښځو نړیوالې شبکې (WEI)، د سولې او خپلواکۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ (WILPF) او د ښځو د مهاجرت کمیسیون (WRC) له خوا استول شوی دی.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په او د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي د سپارښتنو په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او نړیوالو سازمانو د استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک د جنورۍ ۲۶ (سلواغې شپږم) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي، د افغان میرمنو او مدني ټولنې استاري هم ګډون وکړي. خو هغه په دې برخه کې یې نور جزئیات ورنکړل.

د طالبانو حکومت ویلي چې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. خو ملګرو ملتونو په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون د بلنې په تړاو تراوسه تبصره نه ده کړې.

ملګرو ملتونو ددغې غونډې په اړه ویلي چې ددې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتولی شو.

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو دغو لسو نړیوالو سازمانونو په دغه پرانیستي لیک کې ویلي چې د افغانستان په تړاو په دوحه کې جوړیدونکي غونډه د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوالې ټولنې ته ددې امکان په لاس ورکوي چې یوځل بیا دا تائید کړي چې د افغان میرمنو پر حقونو باندې بحث ناشونی دی.

په دغه لیک کې ویل شوي: "د همدې له امله مونږ له تاسو غوښتنه کوو چې افغان میرمنو د مختلفو ډلو په ګډون د بشري حقونو مدافعانو، د سولې د ملاتړو، معترضو ښځو، د قومونو استازو، همجنس بازانو او په ټولنه کې څنډې ته شویو ګروپونو استازو ته د دوحې په غونډه او د غونډې بهرکې په بحثونو د ګډون بشپړه زمینه برابره کړئ ترڅو د هغوی سپارښتنې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د کړنلارې په پایلې کې منعکسې شي".

په دغه لیک ځینو سپارښتونو ته هم ځای ورکړل شوی او ویل شوي چې د ښځو حقونو ته درناوی باید افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بوختیاو یو اساسي هدف اوسي او د دوحې د غونډې د بحث په اجندا کې شامله مسله اوسي.

په دې سپارښتونو کې ویل شوي چې د دوحې د غونډې څخه باید د یو داسې فرصت په توګه کار واخیستل شي چې په عام ډول ددې غوښتنه وشي چې پر افغان میرنو محدودیتونه د هغوی د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او پرته د کوم قید اوشرط څخه باید په عاجل ډول لیرې شي.

همداشان په لیک کې ویل شوي چې د معترضو ښځو چې په سوله ییز ډول د بیان د ازادۍ له حق څخه په ګټې اخیستنې غونډې جوړوي په ګډون ښځې او د بشري حقونو د مدافعانو په نښه کول د هغوی پر وړاندې اقدامات باید بند شي او د هغو ښځو د خوشې کولو په اړه چې د طالبانو له خوا په خپلسر نیولې شوې د جنسیت پر بنسټ د ښځو د ځپلو په ګډون د بشري حقونو سرغړونکي چې ښځې او نجونې په نښه کوي باید حساب کولو ته حاضر کړای شي.

په دغو سپارښتونو کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو نوی ځانګړی استازی چې وبه ټاکل شي باید د ښځو او بشري حقونو په برخه کې قوي سابقه ولري . همداشان په دغه لیک کې ویل شوي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" باید د بشري وضعیت د څارنې په ګډون خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه غوښتل شوي چې د دوحې غونډې ګډونوالو سره په دې اړه معلومات په خپله وینا کې شریک کړي چې نړیواله ټولنه د افغان میرمنو خواشیوونکي وضعیت ته د حل لارې د موندلو لپاره کوم پلان په مخ کې لري.

په دغه پرانیستي لیک کې ویل شوي چې په داسې حال کې چې د افغان میرمنو پر وړاندې د طالبانو سرغړونې لا پراخه شوي او روانې دي افغان میرمنې ملګرو ملتونو او ددغې ټولنې عمومي منشي رهبرۍ ته سترګې په لارې دي چې نړیواله ټولنه يه یووالي سره د هغوی د اساسي باور ترشاه ودریږي چې ښځې د ژوند په ټولو چارو کې مساوي حق لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG