د لاس رسي وړ اتصالات

په دمشق کې په ځانمرگه حمله کې لس تنه وژل شوي


د سوریې په پایه تخت دمشق کې د دوو تنو په ځانمرگه حملو کې لس تنه وژل شوي او گڼ شمیر زخمیان دي.

د فرانسیې خبري اژانس د سوریې د کورنیو چارو د وزارت له قوله لیکلې دی چې د دمشق د المیدان په سیمې کې دوو تنو ځانمرگه حمله کونکو په ځان پورې تړلي بمونو ته انفجار ورکړیدې او لږترلږه ١٠ تنه یې وژلي دي. په وژل شوو کې پولیس او عادي وگړي شامل دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې دفتر یې په برتانیې کې دی وایي چې په دغه ځانمرگه حملو کې ١١ تنه وژل شویدي. ځینې رپورټونه وایي چې د پولیسو د یوې اډې مخې ته د موټربم حمله هم شویده.

د مړو او زخمیانو روغتون ته رسولو لپاره دغې سیمې ته ایمبولینسې استول شوي دي.

تر اوسه پورې چا د دغه حملې مسولیت نه دی قبول کړی.

د یادونې وړ ده چې د سوریې په پایه تخت دمشق کې داسې پیښې ډېرې کمې کیږي خو د روانه کال د جولایي په میاشت کې یوې حملې ١٨ تنه ووژل.

دولتي منابع وایي چې د جولایي د میاشتې دغه حمله یوه د ترټولو خونړۍ حمله وه چې پکې اتلس کسه ووژل شول او په لسگونو زخمیان شول.

XS
SM
MD
LG