د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په مکسیکو کې د نشه يي توکو دوې ډلې (کارتلونه) د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو او د ځانګړو نړیوالو ترهګرو سازمانونو په توګه وپېژندلې.
د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۱۶) په یوې اعلامیې کې وویل چې د «خوارز کارتل او لوس ویاګرا» د نشه يي توګو ترهګرې ډلې دي.
په اعلامیې کې د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو له خولې ویل شوي چې دغو ډلو «د امریکا او مکسیکو په امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې یو لړ بریدونه کړي او د La Línea په نوم د دغه سازمان یوې څانګې په ۲۰۱۹ کې په سونورا کې نهه امریکایان قتل عام کړل، چې درې تنه مشران او شپږ یې ماشومان وو.»
اعلامیه وايي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت د امریکا د ولس د ساتلو لپاره له ټولو وسیلو څخه کار اخلي چې «زموږ له سړکونو څخه زهر (مخدره مواد) لېرې واوسي او د مخدره توکو د تاوتریخجنو ترهګرو د عایداتو تمویل ګډوډ» شي.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې دغه اقدام د دې څرګندوونه کوي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت د نشه يي توکو د ترهګرو ډلو د ختمولو او د امریکايي ټولنو او سرحدونو د خوندي کولو په برخو کې خپلې کړې ژمنې پوره کوي.
د امریکا حکومت د دغه نوي بندیز په اساس، د «خوارز کارتل او لوس ویاګرا» مالي سیستم او سرچېنو ته لاسرسي ختمېږي او ټول ملکیتونه او ګټې یې چې په متحدو ایالتونو کې دي او یا په دغه هېواد کې د چا په کنترول کې دي، بندېږي او ګنګل کېږي.
وزارت امریکایي اتباع له دغو ډلو سره له تعامل او راکړې ورکړې څخه منع کړي او وايي چې دا اقدام به د دغو ډلو په وړاندې د امریکايي ادارو او قانون د تنفیذ له څانګو سره مرسته وکړي چې قانون پلی کړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي د دغه ډلو په ضد یې دا اقدامات د کډوالۍ او تابعیت د قانون په اساس کړی.
فورم \ دبحث خونه