د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ۳۰۰ زره کیلو کیمیایي موادو د 'تاریخي ضبط' خبر ورکړ


امریکایي چارواکي وایي چې څه باندې ۳۰۰زره کیلوګرامه هغه کیمیایي مواد یې چې د غیرقانوني مخدره توکو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي، ضبط کړي دي.

د چارواکو په وینا دا کیمیایي مواد چې په متحدو ایالتونو کې د مصرف لپاره په نظر کې نیول شوي وو، له چین څخه یو مکسیکویي بانډ ته چې واشنګټن یې د بهرني ترهګر سازمان په توګه پیژني، استول شوي وو.

چارواکو د چهارشنبې په ورځ دا ضبط شوي کیمیایي مواد د تکساز ایالت په یوسټن ښار کې رسنیو ته وښودل.

د واشنګټن ډي سي د ابتدایې محکمې څارنوالې جنین پېرو، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې دا د متحدو ایالتونو په تاریخ کې د ضبط ترټولو ستره قضیه بللې ده.

پېرو په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې دا کیمیایي مواد چې د غیرقانوني متامفتامېن د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، په ۱۳۰۰ ابي رنګه بېرلونو کې ځای په ځای وو او امریکایي چارواکو په نړېوالو اوبو کې ونیول.

د دې څارنوالي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مواد همدا اونۍ ضبط شوي، خو ځای یې ندی په ډاګه کړی.

څارنوالی پېرو ویلي چې دا کیمیایي مواد د چین له شانګهای څخه د مکسیکو د سینالو بانډ ته لېږدول شوي وو چې ورڅخه د متامفتامېن په جوړولو کې کار اخیستل کیږي. د ټرمپ حکومت د مخدره توکو د قاچاقو دا بانډ په فبرورۍ میاشت کې د بهرني ترهګر سازمان په توګه اعلان کړی وه.

پېرو وویل: "هر وخت چې بهرني ترهګر سازمانونه د هغو مخدراتو په تړاو فعالیت کوي چې امریکایان وژني، موږ به یې ضبطوو، فرق نه کوي چې په سمندر کې وي، یا په متحدو ایالتونو کې او یا هم په یو بهرني هېواد کې وي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د دې هېواد سفارت، د پنجشنبې د ورځې (سپتمبر څلورمه) تر سهار پورې په دې اړه څه نه دی ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG