د لاس رسي وړ اتصالات

تایلنډ: د چاودنو مسؤلین به ونیسو


د امنیتي کامرې په ویډیو کې د تورو ویښتانو او زیړ کمیس یو سړی ښکاري چې د خپل بکس سره په یوه څوکۍ کښینې او بیا بیرته پورته شي او بکس هلته پریږدي. له دې لیږ موده ورسته چاودنه وشي.

د خونړي برید مسولیت هیچا نه دی اخیستی خو تایلنډیان په اجتماعي رسنیو کې د کورنیو او بهرنیو ترهگرو ډلو د لاس درلودلو امکان نه ردوي.

د تایلنډ صدراعظم دغه برید د هېواد په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ وبللو او ژمنه یې وکړه چې برید کوونکې به پیدا کوي او د قانون منگولو ته به یې سپاري. هغه زیاته "له دې پیښې داسی ښکاري چې داسی فعاله کساناو ډلې شته چې تایلنډ ته د زیان رسولو ارادې لري. کیدای شي سیاسی هدف ولري چې ددې هیواد اقتصادي او سیاحت زیانمن کړي."

مشکوک کسان

د بریدونو د مسؤلینو په موندلو کې د تایلنډ له حکومت سره نړیوالې استخباراتي ادارې هم مرسته کوي او دا پلټنه کوي چې په تایلنډ کې کومې ډلې فعالیت کوي.

د تالینډ د دفاع وزیر سلاکار پانیتان وتانایاگرن د امریکا غږ خبریال ته وویل "موږ په یو کس او ښایي څو کسانو پسې گرځو، او د پولیسو په گمان څو کسان لا هم په همدې سیمه کې دي."

په ښار کې د پولیسو غیرعادي شمیر نه تر سترگو کیږي خو دولتي رسنۍ وایی چې لس زره سرتیری او پولیس د امنیت د ساتنې د پاره گمارل شوي دي. د سولې او ثبات د ټینگښت د شورا چارواکو چې د مۍ د میاشتې راهیسي واکمن دي، په تایلنډي، چینایی او انگلیسي ژبو په خپلو پیغامونو کې خپلکو د امنیت ډاډ ورکوي.

اقتصادي اغیزې

د چاودنې اغیزې پر اقتصادي چارو محسوس شوي دي. د تایلنډ د بات پیسې ارزښت دومره ټیټ شو چې په تیرو شپږو کالونو کې نه وو ټیټ شوی. د بنکاک د اسهامو په بازار کې بیې ټیټي شوې او د سیاحت شرکتونه وایي چې د چاودنې نه سملاسی ورسته ډیرو کساو خپل سفرونه فسخه کول پیل کړل.

دغه څلورلارې چې پرون چاودنه په کې وشوه، په ٢٠١٠ کال کې څو اونۍ د حکومت پر ضد لاریون کوونکو نیوله وه چې بالاخره د پولیسو له لورې د خونړي برد نه ورسته له سیمه څخه وویستل شول. همدغه سیمه تیر کال یوې بلې ډلې مظاهره کوونکو تر هغې نیولې وه چې د د یوې نظامي کودتا له لارې د صدراعظمې ینگلوک شیناوترا حطومت له منځه ولاړ.

د تیر کال راهیسي د تایلنډ پوځي حکومت پر لاریونونو بندیز لگولی او دیموکارتیک اساسي قانون په دې دلیل تعلیق کړی دی چې هیواد د نویو ټاکنو د پاره چمتو نه دی.

XS
SM
MD
LG