د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په فوټبال کې اندونیزیا ته ماتې ورکړه


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان دفوټبال فدراسیون وايي چې د افغانستان د فوټبال لوبډلې په یوې دوستانه لوبه کې اندونیزیا ته ۰-۱ ماتې ورکړه.

دا لوبه نن سه شنبه نومبر ۱۶ (لړم۲۵)‌ د ترکیې د انتالیاي په ښار کې وشوه.​ افغان لوبغاړو سره لباسونه اغوستي وو.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون د معلوماتو په اساس افغان لوبغاړو د نومبر پر اتمه خپل تمریني کمپ د ترکیې په انتالیا ښار پيل کړی و او یادې سیالۍ ته یې پوره چمتووالی نیولی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون همدارنګه ویلي چې یاد تمریناتي کمپ او لوبه به د اسیا د ملتونو د جام مقدماتي سیالیو وروستي پړاو کې د ملي لوبډلې پر چمتووالي زیات اغېز ولري‌.

د افغانستان فوټبال فدراسیون مسؤلینو ویلي چې یاد فدراسیون د اسیا د ملتونو جام انتخابي سیالیو وروستي پړاو پچه اچونې پورې ژمن دی چې فوټبال ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي چمتو کړي.

دوی همدارنګه ویلي چې په دغه لوبه کې د مینوالو ګډون مفت دی او په ترکیه کې د مېشتو افغان وګړو څخه غوښتي چې د خپلو لوبغاړو د هڅونې لپاره د انتالیا ښار د «ګلوریا سپورت» لوبغاړي ته ورشي.

XS
SM
MD
LG