د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ کاندیدانو د "سرپرست حکومت" جوړېدو وړاندیز کړی


ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات د تلې په شپږمه وشي
ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات د تلې په شپږمه وشي

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزانو ټاکنو د "کاندیدانو شورا" د یوې طرحې په وړاندې کولو سره د جوزا میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته د«سرپرست حکومت» غوښتنه کړې ده.

په دغه شورا کې چې را تلونکو ټاکنو ته د ولاړو ۱۸ کاندیدانو له ډلې ۱۱ تنه شامل دي، په دې اړه د افغان حکومت مشرانو ته دوه وړاندیزونه کړي دي.

په دغه طرحه کې راغلي:"په هغه صورت کې که چیري اوسنی ولسمشر راتلونکو ټاکنو ته له درېدو څخه تېر شي، کولای شي بېله د کوم قانوني میکانیزم له طی کولو د ۱۳۹۸ کال د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې بېله کومې وقفې، تر ټاکل شوي نېټې سرپرستۍ ته دوام ورکړي."

ټاکل شوې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې پر ۳۱مه تر سره شوي وای، خو د پنځو میاشتو په ځنډېدو سره تمه ده چې د دغه کال د مېزان میاشتې پر ۶مه تر سره شي.

د دغه کاندیدانو په دوهم وړاندیز کې راغلي، چې ولسمشریزو ټاکونو ته د ولاړو کاندیدانو له ډلې او د سیاسي احزابو لخوا پر شرایطو برابر کسان هم کولای شي د سرپرست حکومت بست ته ځان کاندید کړي.

یادې شورا خبرداری ورکړی که د ملي یووالي حکومت مشران وغواړي د جوزا میاشتې له لومړۍ نیټې څخه نور هم خپل کار ته دوام ورکړي، د دغه «غیر قانوني» کار پایلې به د هغوی په غاړه وي.

د ولسمشر د ویاند غبرګون

د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان یاده غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان سترې محکمې روانه میاشت د ولسمشر غني د کاري مودې دوام د ټاکنو د تر سره کېدو تائید کړ.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا د یادې شورا له غړو غوښتي چې اساسي قانون په دقیقه توګه مطالعه کړي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله که څه هم د دوشنبې په ورځ د «غوايي پر ۲۳مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې په دې اړه تبصره ونه کړه، خو زیاته یې کړه چې د شفافو ټاکنو تر سره کېدو په اړه د کاندیدانو ستونزه به ژر تر ژره هواره شي.

هغه وویل:" د اجرائیه رئیس په توګه زما ژمنه داده چې د هرې هغې طرحې په اړه چې د کمپاین پر مهال د دولتي امکاناتو څخه د مخنیوي په اړه وي موافقه کوم."

د افغانستان د اساسي قانون له‌مخې "د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولې میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي، د ولسمشر د دندې تر پای ته رسېدو مخکې د نوي جمهور رئیس ټاکلو لپاره ټاکنې له ۳۰ څخه تر ۶۰ ورځو مودې پوري کېږي."

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم تېره شپه په ارګ کې ولسمشر غني سره پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خبري کړي دي.

اغلې وېلز نن دوشنبه په دې اړه د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرانو سره هم لیدنه کې له هغوی د شفافو ټاکنو تر سره کېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG