د لاس رسي وړ اتصالات

غني ټرمپ ته پر استول شوي لیک له ویلز سره خبرې وکړې


الیس ویلز کابل ته تللې چې د افغانستان لپاره د امریکا د ملکي مرستو د ارزونې د مراسمو په پرانیستغونډې کې برخه واخلي
الیس ویلز کابل ته تللې چې د افغانستان لپاره د امریکا د ملکي مرستو د ارزونې د مراسمو په پرانیستغونډې کې برخه واخلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره کتلي او په یو لړ مسایلو یې خبرې کړي دي.

د ارګ اعلامیه وايي چې ولسمشر غني له میرمن ویلز سره د یکشنبې په ورځ (مۍ۱۲) په ارگ کې کتلي دي.

اعلامیه وايي چې په دغې کتنې کې ولسمشر ټرمپ ته د ولسمشر غني له لوري د استول شوي لیک په اړه هم خبرې شوي دي.

په اعلامیې کې راغلي "په دې کتنه کې دواړو لوریو د ښې حکومتولې او خودکفایي ته د رسېدو په موخه د امریکا ملکي مرستو ته د بیا کتنې په اړه چې په دې وروستیو کې جمهور رئیس غني په یوه لیک کې جمهور رئیس ټرمپ ته وړاندیز کړی و، بحث او خبرې وکړې."

د نیویارک ټایمز د راپور په اساس ولسمشر غني څه موده مخکې ښاغلي ټرمپ ته یو لیک استولی و او په کې یې دا خبره کړې وه چې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر نژدې ۳۰۰۰ ته راښکته کړي او خپل مالي لګښتونو کې هم د کال دوه میلیارد ډالر کموالی راولي.

د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ ویلي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. دا مهال هلته شاوخوا ۱۲۰۰۰ امریکایي سرتیري مېشت دي چې افغان ځواکونه روزي، سلا مشورې او تجهیزات ورکوي.

پر دې سربېره د اعلامیې له مخې دواړو خواوو د سولې په روانو مذاکراتو او "پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو د ارزښت په اړه بحث وکړ."

په کابل کې د امریکا سفارت وايي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزرات مرستیاله الیس ویلز کابل ته تللې چې هلته د افغانستان لپاره د امریکا د ملکي مرستو د ارزونې د مراسمو په پرانیستغونډې کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG