د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سوداګرۍ خونه: د ډنډ پټان لارې بندېدو خصوصي سکټور ته پراخ زیان اړولی


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسؤلین وايي، په پکتیا ولایت کې له پاکستان سره د ډنډي پټان لارې تړل کېدو له امله خصوصي سکتور ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د راپورونو له مخې له پاکستان سره د ډنډي پټان لار د څو ورځو راپدېخوا په یاده سیمه کې د طالب او پاکستاني سرتیرو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې ده.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي د شنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لېندۍ پنځمه) امریکا غږ ته وویل چې له پاکستان سره د لارو بندېدو له امله خصوصي سکتور ته جدي زیان رسیږي.

ښاغلي الکوزي وویل: "بدبختانه چې دا دروازې بندول هر وخت سیاسي معضله وي، نه تنها په بولدک کې، کله کله په تورخم کې، همدا اوس په ډنډي پټان کې لاره بنده ده، هلته شرایط خراب دي. دا لارې چې بندې شي زموږ دواړو لورو ته خصوصي سکتور ته ډير جدي نقص رسیږي."

ښاغلي الکوزي وویل چې اوس مهال په ډنډي پټان کې دواړو لورو ته په توکو بار ګڼ موټر بند پاتې دي چې په خبر یې د لارې بندېدو دوام له امله سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې څو ورځې مخکې د سپین بودلک ـ چمن لارې بندېدو له امله هم د دواړو لورو سوداګرو ته شاوخوا دوه میلیون ډالر زیان واوښت.

هغه وویل چې له پاکستاني لوري څخه یې څو ځله غوښتي چې خپل سیاسي مسائل له سوداګرۍ څخه بیل کړي، خو وايي چې کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

که څه هم د طالبانو حکومت چارواکو تر دا مهاله رسماً د ډنډي پټان دروازې د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې دغه دروازه څه باندې یوه اونۍ مخکې په سیمه کې د طالبانو لخوا د سړک ایستلو پر مهال د پاکستاني لوري د مخالفت له امله د رامنځته شوي نښتې وروسته بنده شوې ده.

بلخوا د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د ډنډي پټان لارې بیرته خلاصولو په اړه د دواړو لورو ترمنځ ناستې شوي خو په خبره یې کوم نتجیه یې نه ده ورکړې.

دغه سرچینې وویل چې د لارې بندېدو له امله دواړو خواو ته د خلکو په ګډون په توکور بار موټر او ناروغان هم بند پاتې دي.

هغه وویل چې اوس مهم د لارې خلاصولو په اړه د دواړو لورو د مشرانو ترمنځ ناسته روانه ده چې پایلې به یې وروسته معلومې شي.

نوموړي زیاته کړه: "اوس مهال هم د پاک ـ افغان مشرانو یوه لویه جرګه په سرحد کې د خرلاڅیو دروازې سره ناسته ده، په یادې ستونزې خبرې کوي، تردې دمه کومې پریکړې ته ندي رسیدلي."

پاکستان هم رسماً د ډنډي پټان لارې بندېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په پکتیا ولایت کې له پاکستان سره د ډنډي پټان ترانزیټي لار د تیرو څو کلونو راپدېخوا د ترانزیټ او تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې وه. ویل کیږي چې پر دغه لار هره ورځ د ګڼو بار وړونکو موټرو تر څنګ زرګونو کسانو هم تګ راتګ کاوه.

XS
SM
MD
LG