د لاس رسي وړ اتصالات

پر ډیورند کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې ته د دواړو لورو غبرګون


په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د پکتیا ولایت ډنډي پټان ولسوالۍ مقبلو سیمه کې ډیورند کرښې ته څېرمه، د پوځي تاسیساتو مخنیوي پر سر یې له پاکستاني پوځيانو سره نښته شوې ده.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نن چهارشنبه سپټمبر ۱۴(وږې ۲۳) ویلي چې پاکستاني پوځيانو تېره ورځ غوښتل چې ډیورند کرښي ته نژدې پوځي تاسیسات جوړ کړي، خو افغان لوري غوښتل په دې اړه خبرې ورسره وکړي چې پاکستاني لوري پرې ډزې کړي دي.

ښاغلي کریمي زیاته کړې چې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې افغان لوري ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی. هغه زیاته کړې چې تر هغه وروسته متقابلې ډزې شوي چې په خبره یې ممکن پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

نوموړي زیاته کړې: "په عموم کې دغه موضوع تر څیړنې لاندې ده او مشران په جریان کې شوي دي؛ تر څو په داسي نژدې سیمو کې له تأسیساتو جوړولو او په راتلونکې کې له داسي پیښو رامنځته کیدلو څخه مخنیوی وشي."

پر همدې مهال د پاکستان پوځ د افغان طالبانو سره د نښتې د یادونې پرته ویلي چې تېره ورځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې افغان پولې ته نژدې په وسله وال برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږې ۲۲) په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې دغه برید د کرمې اړوند په «خرلاچي» سیمه کې له افغان خاورې څخه د دوی په وینا «تروریستانو» لخوا پر پاکستاني پوځیانو باندې شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه نښته کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې، خو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

د امریکا غږ ډېوې څانګې د راپور له مخې تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. هغوی ویلي چې پاکستاني پوځيانو یې لار نیولې وه او د وسلو ایښودلو غوښتنه یې ورڅخه کړې وه چې دغه نښته وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په کوربتوب د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي او پر لنډ مهاله اوربند یې موافقه کړې وه. خو وروسته د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې د سولې خبرې ناکامه شوي دي.

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خان پر پاکستاني پوځ د تیرې ورځې برید ته غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی. نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د پولې په اوږدو کې د ترهګریزو وبریدونو د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات تر سره کړي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان له افغانستان څخه پرې بریدونه کوي. څو میاشتې مخکې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان په کونړ او خوست کې هوايي بریدونه وکړل چې د ځايي چارواکو په خبره ۴۷ کسان په کې ووژل شول چې ښځې او ماشومان هم په کې وو. ځینو پاکستاني رسنیو وویل چې دا بریدونه د پاکستاني طالبانو په غړو باندې شوي وو.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې افغان خاوره به د ګاونډیانو په ګډون د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.

XS
SM
MD
LG