د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د فوټبال په نړیوال جام کې د غښتلو لوبډلو حذف کیدل


د ښځو د فوټبال د نړیوال جام یوه لوبه
د ښځو د فوټبال د نړیوال جام یوه لوبه

د ښځو فوټبال د نړیوال جام د ګروپي لوبو لړۍ د غښتلو لوبډلو لکه جرمني، برازیل او د المپیک اوسني اتل کاناډا په حذف کیدو سره چې بایللو اټکل یې نه کیده، پای ورسیده.

د ښځو فوټبال د روان نړیوال جام د حذف کیدو (دوهم پړاو) سیالۍ نن شنبې، د اګسټ په څلورمه پیل شوې. ددې جام کوربتوب د استرالیا او نیوزیلنډ هیوادونه په ګډه کوي.

ددې جام ګروپي لوبې د ۳۲ ټیمونو په ګډون پیل شوی وې او اوس په دې بل پړاو کې ۱۶ لوبډلې سره سیالي کوي.

د متحده ایالاتو د فوټبال ملي لوبډله چې د تیر نړیوال جام اتله وه، د یکشنبې په ورځ له سویډن سره مخامخ کیږي. د امریکا د ښځو د فوټبال ملي لوبډله په پرله پسې توګه د دریم ځل لپاره د دې جام د ګټلو لپاره هڅه کوي.

جرمني چې په نړۍ کې دوهم نمبر لوبډله او د ښځو د فوټبال نړیوال جام یې دوه ځله ګټلی دی، پر کولمبیا باندې د مراکش د بریا وروسته د سیالیو څخه ووت. دا ځل جرمنیانو د شمالي افريقا له هېوادونو څخه هم لږې نمرې ترلاسه کړې.

همدا راز، د کاناډا او برازیل لوبډلې چې په ترتیب سره د نړۍ د درجه بندۍ په اوومه او اتمه کټګوریو کې دي، د دغو سیالیو د اتلولۍ بل پړاو ته ونه رسیدې.

افریقایي هیوادونه، مراکش، نایجیریا او سویلي افریقا بل پړاو ته رسیدلي او د فرانسې، انګلستان او هالنډ لوبډلې سره په زړه پورې سیالۍ لري.

د اسټرالیا د فوټبال د مسلکي لوبغاړو د ټولنې مشره فرانسیس اوارټیف وايي، دا د هغې لپاره د حیرانتیا خبره نه وه چې د ښځو په نړیوال جام کې افریقایي لوبډلې وځلیدل.

اوارتیف زیاته کړه: "دا ټیمونه تل پیاوړي دي. زه فکر کوم چې نایجیریا تل خورا پیاوړې لوبه کړې ده."

په دې وروستیو کې د مراکش په څیر هیوادونو کې ډیره پانګونه شوې. په ځانګړې توګه د ښځو د فوټبال لپاره د روزنې، زیربنا او سرچینو په برخه کې زیاتې پیسې لګول شوي.

د نړیوال جام کوربه نیوزیلینډ بل پړاو ته لاره ونه موندله، خو د جام د کوربتوب بل شریک یې استرالیا د ناک اوټ پړاو ته لاره پیدا کړه او د دوشنبې په ورځ له ډنمارک سره مخامخ کیږي.

د حذفي یا ناک اوټ پړاو په پیل کیدو سره به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینه وال په راتلونکو ورځو کې د نورو غیر منتظره ورزشي پیښو شاهد وي.

د ښځو د نړیوال جام وروستۍ لوبه به د اګست په ۲۰مه د اسټرالیا په سیډني کې ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG