د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه افغانستان سره څه باندې ۷۸ میلیون ډالر نوره مرسته کوي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

په افغانستان کې د بشري بحران زیاتېدو سره هم مهاله، اروپايي ټولنه وايي د اړمنو د لاسنیوي لپاره له دغه هیواد سره ۷۵ میلیون ایرو (۷۸.۴ میلیون ډالر) مرسته کوي.

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ ناوخته نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بشري مرستو دغه نوې بسته به د خوړو خوندیتوب، د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کسانو ته د مرستو برابرولو او په ژمي کې د خلکو د اړتیا په برخه کې ولګول شي.

د اروپايي ټولنې په وینا په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا ۲۴ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي وو چې د ژمي په رارسېدو سره به په افغانستان کې بشري بحران نور هم زیاد شي. د دوی په وینا که له دغه هیواد سره بشري مرستې ونشي په ژمي کې به په میلیونونه خلک له لوږې سره مخامخ شي.

اروپايي ټولنې په ځينو هیوادونو کې د خوړو د نه خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې اوس مهال په یو شمېر هیوادونو کې لږ تر لږه ۲۰۵ میلیون کسان د خوړو نه خوندیتوب سره مخامخ دي او بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

د یادې ټولنې په وینا پر افغانستان سر بېره، ایتوپیا، نایجریا، جنوبي سودان، سومالیا او یمن د لوږې سره خطر سره مخامخ دي او دغه هیوادونه بشري مرستو ته اړتیا لري.

اروپايي ټولنې په دغو هیوادونو کې د غذا خوندیتوب لپاره ۲۱۰ میلیون ایرو مرسته په نظر کې نیولې چې ۷۵ میلیونه یې یوازې د افغانستان لپاره ځانګړې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام هم له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د نژدې ۵۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې خبر ورکړی و.

یاد پروګرام د نومبر نهمه (لړم ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د «ژوند او ټولنو د مقاومت پیاوړتیا» په موخه د اروپايي ټولنې دغه ۵۰ میلیون ایرو چې (۴۹.۷) میلیون ډالر کیږي د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG