د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام: اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۵۰ میلیون ډالر مرسته وکړه


د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې افغانان د ګڼو اقتصادي ستونزو ترڅنګ را روان سخت ژمي ته تر بل هر وخت لږ چمتووالی لري.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې افغانان د ګڼو اقتصادي ستونزو ترڅنګ را روان سخت ژمي ته تر بل هر وخت لږ چمتووالی لري.

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د نژدې ۵۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.

یاد پروګرام د چهارشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د «ژوند او ټولنو د مقاومت پیاوړتیا» په موخه د اروپايي ټولنې دغه ۵۰ میلیون ایرو چې (۴۹.۷) میلیون ډالر کیږي د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارل شوي دي.

د خوړو نړیوال پروکرام په اعلامیه کې ویل شوي: "د اروپايي ټولنې لخوا د ۵۰ میلیون ایرو (۴۹.۷ میلیون امریکايي ډالرو)حیاتي مرسته د دغه ټولنې د نړیوال مشارکت څانګې (INTPA) له لارې تر سره شوې. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) سره مرسته کوي چې د معشیت او انعطاف په رامنځته کولو سره د افغان ټولنو ملاتړ وکړي."

یاد پروګرام ویلي چې له افغانستان سره دغه مرسته داسې مهال کیږي چې افغانان د ګڼو اقتصادي ستونزو ترڅنګ را روان سخت ژمي ته تر بل هر وخت لږ چمتووالی لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې له هرو لسو کسانو، نهه تنه یې نشي کولای کافي خواړه لاسته راوړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اعلامیې له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافیلا ایوډیسن ویلي: "دا د افغانستان د بېړنۍ اړتیا وخت دی. خلک د څلورو لسیزو جګړو، د اقلیم د خطرونو، کووید ـ ۱۹ او د ټولنیز اقتصادي بحران له اغېزو څخه رنځ وړي، چې په تیر کال کې یې په ټول هیواد کې خلک له دندو او معشیت څخه بې برخې کړي دي."

ښاغلي ایوډیسن ویلي هغه افغانان چې مخکې د خپلو کورنیو لپاره کار کاوه اوس مهال د بېکارۍ له امله خیریه ټولنو ته مخه کړې ده. هغه ویلي چې اروپايي ټولنه له اړمنو افغانانو سره مرستې ته ژمنه ده.

پر همدې مهال، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د خوړو او نغدي مرستو له لارې يې په افغانستان کې ګڼو مېرمنو او نارینو ته د مسلکي زده کړو، کورسونو او کورنیو باغچو جوړولو له لارې د کار زمینه برابره کړې ده.

یاد پروګرام ویلي چې په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اروپايي ټولنې د مرستو په مټ یې په ۲۷ ولایتونو کې له ۴۲۷۰۰۰ کسانو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ میاشتې څخه تر جولای پورې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په مرسته ۱.۴ میلیون نیالګي کېنول شوي، ۷۲۰ کیلومتره کانالونه جوړ او بیا رغول شوي او ۱۱ کېلومتره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام روانه میاشت ویلي وو چې په راروان ژمي کې په افغانستان کې د اړمنو کورنیو سره د مرستې رسونې لپاره ۱.۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG