د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې او هند د 'وضعیت د ښه درک کولو' لپاره کابل کې پر خپل لږ حضور موافقه کړې


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، هند ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له چارواکو سره د بشري مرستو د دوام او په افغانستان کې د خپل حد اقل حضور د لرلو په اړه خبرې کړي دي.

توماس نیکلاسن د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۳) ویلي چې په دغه سفر کې د هند د بهرني سیاست او امنیتي چارواکو سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

هغه ویلي: "موږ موافقه وکړه چې په کابل کې لږ شتون به د وضعیت د ښه درک کولو او اړمنو افغانانو د ملاتړ لپاره ګټور وي. موږ د بشري حقونو د وضعیت او د اوږد مهاله ثبات او سولې لپاره د ټول شموله اړتیا په اړه هم خبرې وکړې."

دغه توافق پر داسې مهال رامنځته کیږي چې اروپايي ټولنه اوس مهال په افغانستان کې کم حضور لري او هند د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت تر سقوط وروسته په کابل کې خپل دپلوماتیک فعالیتونه بیرته له سر څخه نه دي پیل کړي.

د دغه اروپايي دپلومات په وینا، په یو باثبات او امن افغانستان کې د اروپا او هند ګټې یو شان دي.

هغه زیاته کړې: "موږ د خراب بشري وضعیت په اړه خپلې اندېښنې سره شریکې کړې او توافق مو وکړ چې بشري مرستو ته زیاته اړتیا ده."

نیکلاسن همدارنګه په هند کې له افغان او سیمې له دپلوماتانو او د اروپايي ټولنې له نژدې شریکانو، د نظر خاوندانو او رسنیو له استازو سره هم کتلي دي. هغه ویلي چې دوی په افغانستان کې د وسله والو ډلو د حضور په اړه اندېښمن و.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي د فبرورۍ پر دوهمه (سلواغې ۱۳) پاکستان ته هم سفر کړی و او د هغه هیواد له چارواکو سره یې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د تشکیل په اړه خبري کړي وې.

ښاغلي نیکلاسن تر هغه سفر وروسته ویلي و په دغه لیدنه کې همدارنګه د افغانستان د بشري وضعیت او په ځانګړي ډول په دغه هیواد کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه خبرې کړي دي.

طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګولي چې په پراخه کچه غندل شوي دي.

هند او اروپايي ټولنې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره پراخې بشري مرستې کړي دي.

دوی تر دې مخکې هم ویلي و چې د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو به له افغانانو سره په روغتیايي او نورو برخو کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG